په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي په عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان په صورتحال د بحث په مهال څرګندونې

image

ملګري ملتونه 07 دسمبر (اے پي پي) پاكستان افغان امن عمل لپاره د سفارتي هڅو زياتولو غوښته كولو سره نړيوالې ټولنې ته ورياده كړې چې وزيراعظم عمران خان په افغانستان كښې د جنګ د مسئلې تل په سياسي توګه د حل كولو ملاتړ كړے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي په عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان په صورتحال د بحث په مهال ووئيل چې د افغانسان مسئله د مذاكراتو د لارې په حل كولو په نړيواله كچه اتفاق ليدل كېږي او د افغان دولت لخوا په داسې حل امادګي په مثبت پلو پرمختګ دے۔ د امريكې لخوا طالبانو سره نېغ په نېغه مذاكرات هم يو بل مثبت پرمختګ دے او پاكستان به په داسې مذاكراتو كښې بشپړه مرسته كوي۔ پاكستانې استازې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان تقريباَ د دوه لسيزو نه وائي چې د افغانستان جګره د مذاكراتو د لارې سياسي حل سره ختم كېدے شي۔ اوس دا دريځ د ټولې نړيوالې ټولنې لخوا خپل كړے شوے او په دې مونږ د نړيوالې ټولنې مننه كوو۔ پاكستانې استازې په افغانستان كښې د امن ودې لپاره د روسيې٬ چين او د منطقې د نورو هېوادونو د هڅو په پلو اشاره كولو سره ووئيل چې پائيدار امن لپاره ضروري ده چې د ټولو سيمه ايزو شراكت دارو كردار تسليم كړے شي۔ دا خبره څرګنده ده چې افغان اولس د جنګ خاتمه او امن غواړي او بايد نړيواله ټولنه د افغان اولس دا خواهش د دوي په هېواد كښې پائيدار امن لپاره بنياد جوړ كړي۔ دا د اړوند ډلو ذمه واري او دوي لپاره يو چېلنج دے او تر څو چې د پاكستان تعلق دے هغه به د خپلې برخې كردار په بشپړه انداز كښې ترسره كړي۔ پاكستانې استازې ووئيل چې هغه ټول مصائب او تكليفونه كوم چې افغان اولس په خپل هېواد كښې د اوږد جنګ په مهال برداشت كړي دي٬ د افغانستان قومي او د ټولې نړۍ امن او سلامتيا لپاره يو خطر ثابت كېدے شي۔ هغې د افغانستان په اړه د بېلا بېلو راپورونو حواله وركولو سره ووئيل چې په دې وروستيو كښې په افغانستان كښې د تشدد كارروائې او د دې په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان كښې اضافه شوې۔ په افغانستان كښې د اوږدې مودې نه د روان جنګ له امله پاكستان د نورو هېوادونو په مقابله كښې زيات آغېزمن شوے۔ پاكستان د لكونو په شمېر افغان كډوالو ته پناه وركړې او د څو لسيزو څخه د دوي كوربتوب كوي۔ په دې وخت كښې هم په پاكستان كښې د 20 لكو نه زيات افغان كډوال موجود دي۔ هغې ووئيل چې د افغانستان پاكستان اېكشن پلان مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځه د امنيت په څانګه كښې مرسته زياتول دي٬ د دې له مخې په افغانستان كښې د انفراسټركچر پروژو لپاره مالي مرسته كولې شي۔ دې سره سره پاكستان د ساؤتھـ ساؤتھـ كوآپرېشن ودې لپاره هم پوخ عزم لري۔ هغې ووئيل چې په افغانستان كښې امن راوستل مشكل ضرور دي خو دا ناممكن نه دي۔ هغې ووئيل چې په افغانستان كښې امن د افغان اولس د ستونزو خاتمې او په ټوله منطقه كښې امن او استحكام لپاره غوره موقع وركوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں