د منصوبه بندۍ وزارت د رياستي سرحدي چارو ډويژن پرمختيائي كارونو له 11 اربه 16 كروړه روپۍ جاري كړې

image

اسلام آباد ۔ 7 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د پي اېس ډي پي تر سېوري لاندې د رياستي سرحدي چارو ډويژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه تر دې دمه د 11 اربه 16 كروړه روپو څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي۔ حكومت ددې ډويژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال د 27 اربه 50کروړه څخه د زياتو روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ كمېسيون لخوا د جاري كړې شويو شمېرو ترمخه حكومت قبائلي سيمو له 9 اربه 60 کروه ، غلنی مهمند ګاټھ روډ له 10 کروړه او زیارہ ټو ډابوری روډ له د 52 کروړ 75لکھ روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں