پاكستان عمر له د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو په ثابت قدمۍ ملاتړ كوي او ملګرو ملتونو كښې به خپل بشپړ كردار ترسره كوي

image

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان عمر له د ملګرو ملتونو او د هغې د چارټر د اصولو په ثابت قدمۍ سره ملاتړ كوي او ملګرو ملتونو كښې به خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې ماريه فرنينډا اسپينوسا سره خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ده سره ليدل۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم پھ دې موقع موجود ؤ ۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې پام پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو ظلمونو پلو راوګرځولو۔اولس مشر ووئيل د پاكستان قاغمي ايجنډا د ملګرو ملتونو د كوټلي پرمختګ اهدافو سره بشپړ مطابقت لري۔ده ووئيل پاكستان په دې وياړ لري چې د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې ګډون كولو سره نړيوال امن كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل مونږ به د محفوظې او څوكالۍ نړۍ لپاره خپل كردار ترسره كوو۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اصلاحات په حقله اولس مشر ووئيل د ټولو غړو هېوادونو لپاره دا مهمه معامله ده۔ده ووئيل پاكستان د اصلاحاتو عمل په اتفاق سره مخ په وړاندې بوتللو له خوښي لري۔په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې ووئيل مونږ ملګري ملتونه د نړۍ پارلمان او يو داسې اداره جوړولو له خوښي لرو كومه چې د ټولې نړۍ ډ اولس حاجتونو په حقله كردار تر سره وي۔اولس مشر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې ماريا فرنينډا وژن وستائېلو او هيله يې څرګنده كړه چې د دې په مشرۍ كښې به ملګري ملتونه لا قوي شي او د شخړو څخه بچ كېدو او د جمو كشمير پشمول پھ ايجنډا د ټولو مهمو شخړو هواري له به پھ دې لړ كښې د ذكر وړ پېشرفت وشي۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي د هغې په اعزاز كښې ايوان صدر كښې ملمستياﺀ هم وركړه۔

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں