وزیراعظم ما ته سمندر پورې پاکستانیانو له د اسانيو وركولو هدف اېښې، بهر هېوادونو كښې د مېشته پاکستانیانو كوچنيانو له معیاری تعلیم وركول زمونږ ترجيحات دي

image

اسلام آباد 29 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې پاکستانیانو خاص مرستيال سید ذوالفقار عباس بخاری وئيلي دي وزیراعظم ما ته سمندر پورې پاکستانیانو ته د اسانيو وركولو هدف ايښې، بهر هېوادونو كښې د مېشته پاکستانیانو كوچنيانو له معیاری تعلیم وركول زمونږ ترجیحات دي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د نهې په ورځ شیخ راشد المکتوم پاکستان سکول دبئۍ دورې پھ مهال وكړه۔ ده د خپلې دورې په موقع د زدكونكو سره ملاقات وكړو او اسکول كښې د موجودو اسانيو، کلاسونو جاج ئې واخست۔ په دې مهال د سکول پرنسپل ده له د سکول مالی صورتحال په اړه بریفنګ وركړو۔ د وزيراعظم خاص مرستيال پرنسپل له د اړوندو چارواكو سره د مسئلو پورته كولو باور وركړو۔ په دې مهال زدكوونكو خاص مرستيال څخه د لیبارټرۍ او نصاب اپ ډيټ خواست وكړو۔ په دې موقع خاص مرستيال ذوالفقار بخاری ووئيل وزیراعظم ما له د سمدنر پورې پاکستانیانو له د اسانيو وركولو ټاسك راكړې او زه به دا ټاسك په هر صورت تر سره كوم

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں