د وزيراعظم عمران خان پھ مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه

image
APP49-07 ISLAMABAD: March 07 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting of the Federal Cabinet at PM Office. APP

اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی)وفاقي كابينې د حكومتي اصلاحاتو په تږ لاره د عملدرآمد پېشرفت جاج اخستې دې ٬قانوني اصلاحات او په بنيادي كچه د اولس خپلواكه كولو ٬ د نوې بلدياتي نظام معرفي كولو٬ د ګرين ګروت پروګرام ودې٬ فاټا اصلاحات او د غريبۍ ختمولو پشمول په بېلو څانګو كښې په شوي پیشرفت د اطمينان څرګندونه كړی ده ۔د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د پوليس اصلاحاتو٬جنوبي پنجاب او كراچۍ كښې د ېهترۍ په اړه د چارو جاج هم واخستلې شو۔په ا قتصادي ډګر د مينوفيكچرنګ او اېس اېم اي څانګې بحالۍ٬د وزيراعظم د 50 لكه كورونو جوړولو منصوبې٬سېلګرۍ او ټېكس اصلاحاتو ٬كاروبار كښې آساني او د توان په اړه پھ شوي پیشرفت هم غور ا وشو۔د تعليم٬صحت او ويسټ منيجمنټ سسټم سماجي څانګه كښې د اصلاحاتو جاج هم واخستلې شو۔د موسمي بدلون صلاحكار كابينه د ګرين ګروت پروګرام په وده كښې تراوسه شوي پیشرفت نه خبر كړه۔ده كابينې ته خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې د سپرلي موسم په مهال د 150 ملينه اونو بوټو نالولو پېشرفت په اړه هم ووئيل۔كابينې ته د كراچۍ ګرين ميټرو پراجېكټ او ريچارج پاكستان پروګرام په اړه هم ووئيل شول ۔وزيراعتظم عمران خان د ګرين ګروت پروګرام اهميت رامخې ته كولو په حاجت زور راوړو دغسې چې هېواد ته په پیښو ماحولياتي چېلنجونو قابو موندلو له د ټولنې ټولو طبقو ګډون باوري شي۔وزيراعظم ووئيل د پي ټي آئي حكومت د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د ماحولياتو مسئله پورته كړې كومه چې په تېر وخت كښې نظراندازه شوې وه۔وزيراعظم ووئيل د وړومبي ګام په توګه به حكومت اسلام اباد ماډل سټي جوړوي او د صحت٬تعليم او په نورو څانګو كښې اصلاحات معرفي كولې شي۔شهري آبادۍ كښې زياتوالې٬ويسټ منيجمنټ نظام او د سماجي څانګو په مسئلو قابو موندلو له به نور لويې ښارونه هم دا طرز خپلوي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې لوكل ګورنمنټ بل دې زر تر زره وړاندې كړې شي۔كابينې د 20 نومبر 2018 نه تر 19 نومبر 2019 د ميسرز ايئر بليو لمېټډ ريګولر پبلك ټرانسپورټ لائسنس تجديد منظوري هم وركړه۔غونډې د 26 فرورۍ 2019 د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق وكړو۔كابينې محمد ارشد خان هيوئي انډسټري ټېكسلا كښې ممبر پروډكشن كوآرډينېشن٬برېګېډئير نديم اقبال د ټېكسلا هيوئي انډسټري پروډكشن كنټرول ممبر تعيناتولو منظوري وركړه۔برېګېډيئر محمد شفيع د پي او اېف بورډ او اېچ آئي ټي بورډ كښې د وزارتي كوآرډينېشن ممبر تعيناتولو منظوري وركړې ده ۔كابينې د مالي كال 18-2017 لپاره او ضمني ګرانټس مالي كال 19-2018 لپاره د زياتو خرڅونو باقاعده كولو منظوري هم وركړې۔د خزانې وزارت كال 2018 لپاره د آډټ اوور سائيټ بورډ آډټ شوې مالياتي ګوشواره او د كابينې كلن راپور وړاندې كړو۔كابينې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان څخه د پاكستان نېشنل بانك بورډ آف ډائرېكټرز په اړه د ډائرېكټرانو تعيناتۍ منظوري هم وركړی۔كابينې په 01 او 02 مارچ 2019 په ابوظهبي كښې د خارجه وزيرانو كونسل 46مې غونډې پھ مهال ترسره شوې او آئي سي چارټر لوظ نامو لاس ليك او توثيق منظوري هم وركړې۔كابينې سفارتي٬سركاري او سروس پاسپورټ لرونكو لپاره د پاكستان او كيوبا ترمينځه د ويزې ختمولو لوظ نامې منظوري هم وركړه۔كابينه د ټولو وزارتونو او ډويژنونو د اړخه سركاري ملكيت اثاثو په ګوته كولو په اړه پېشرفت څخه هم خبر كړی شوه۔كابينې د پاكستان ريونيو آټو مېشن پرائېوېټ لمټډ بورډ آف ډائرېكټرانو تشكيل نو تجويز منظوري وركړه۔وفاقي كابينې د عمومي شماريات ايكټ 2011 شق 7 ترمخه د پاكستان د شمارياتو ادارې ګورننګ كونسل ممبر په حېث د ډاكټر محمد اقبال او ډاكټر سيد محمد عارف بيا تعيناتۍ منظوري هم وركړه۔كابينې په 27 فروري 2019 د توان په اړه د كابينې كمېټۍ غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق هم وكړو۔كابينې د تاپي ګاز پائپ لائن په منصوبه د عملدرآمد په اړه د پاكستان د توان وزارت او تاپي پائپ لائن كمپني لمېټډ ترمينځه د حكومتي لوظ نامې

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں