ډاکټرعبدالحفیظ شېخ د اثاثو څرګندولو لپاره نوې مجوزه سكيم د لا زړه راښكونكې جوړولو امر وكړو

image
APP76-23 ISLAMABAD: April 23 - Adviser to Prime Minister on Finance, Revenue and Economic Affairs, Dr. Abdul Hafeez Shaikh chairing a meeting to review the Asset Declaration Scheme. APP

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې، محصولات او اقتصادي چارو صلاحكار ډاکټرعبدالحفیظ شېخ فېډرل بورډ آف ریونیو ته د اثاثو څرګندولو لپاره د نوې مجوزه سكيم د لا زړه راښكونكې او جامع جوړولو امر كړې دے٬ دغسې چې په رسمي توګه د معيشت نه بهر پاتې كېدونكې زيات كسان د هېواد د معيشت برخه شي۔ ده دا امر د نهې په ورځ د اثاثو څرګندولو سيكم (اېسيټ ډكليرېشن سكيم) په اړه د جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د ادارہ جاتي اصلاحات او کفایت شعارۍ لپاره د وزیراعظم صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن ، حماد اظهر، د اېف بي آر چئیرمېن او د بزنس ، اکاؤنټنګ او بانكنګ څانګو پوهانو ګډون وكړٶ۔ په غونډه كښې د مجوزه سكيم د بېلا بېلو اړخونو تفصيلي جاج واخستې شو او د سكيم په ساده او د عمل جوګه جوړولو په حاجت ئې زور رواړو ۔ د غونډې ګډون كوٶنكو د مجوزه سكيم پحقله خپله رائے وركړې او تجويز ئې وړاندې كړو چې د دې سكيم بنيادي مقصد معيشت دستاويزې كول دي او دې لپاره دا سكيم جوړول پكار دې دغسې چې د معيشت د دستاويزي كولو هدف ترلاسه كړې شي ۔ ډاکټرعبدالحفیظ شېخ اېف بي آر ته د سكيم زيات زړه راښكونكې او جامع جوړولو امر وكړو دغسې چې په رسمي توګه د معيشت نه بهر پاتې كېدونكې زيات كسان د هېواد د معيشت برخه شي۔ ده اېف بي آر ته د ابلاغ د كاميابې لائحې وضع كولو امر هم وكړو دغسې چې عام وګړي د دې سكيم په خدوخال آسانۍ سره پوهه شي۔ د يادونې وړ ده د دې نه وړاندې وفاقي كابينې هم اېف بي آر ته په بېلا بېلو څانګو كښې پوهانو سره د مشاورت امر كړې ٶ دغسې چې اېمنستي سكيم زيات جامع او آسان جوړ كړې شي

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں