پاكستان او جمهوريا كوريا د 500 ملينه ډالرو د فريم ورك په ارينجمنټ لاس ليك وكړو

image
APP99-24 ISLAMABAD: April 24 - Advisor to Prime Minister on Finance, Revenue and Economic Affairs, Dr. Abdul Hafeez Shaikh witnessing signing of Framework Arrangement amounting to US$500 Million between Pakistan and Republic of Korea. APP

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) پاكستان او جمهوريا كوريا د 500 ملينه ډالرو د فريم ورك په ارينجمنټ لاس ليك كړی دې ۔په دې موقع د وزيراعظم د خزانې٬ريونيو او اقتصادي چارو خاص مرستيال ډاكټر عبدالحفيظ شېخ هم موجود ؤ ۔د شورو په ورځ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر نوراحمد او د جمهوريه كوريا په پاكستان كښې سفير كاوك سنګ كيو د خپلو خپلو حكومتونو لخوا د فريم ورك په ارينجمنټ لاس ليك وكړو۔فريم ورك ارينجمنټ(20-2018 )له مخې جمهوريا كوريا به د روغتيا٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬مواصلات٬كركيلې٬ توان پشمول د نورو پروژو لپاره 500 ملينه ډالره وركوي ٬ په پاكستان كښې د جمهوريه كوريا سفير د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ سره هم ملاقات كړے او دوه اړخيزه شريكې مرستې زياتولو په چارو ئې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔د خزانې صلاحكار ووئيل پاكستان كوريا سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔د دواړو هېوادونو ترمينځه په سركاري او نجي څانګې تر مينځه ښې اړيكې شته ۔ده د جمهوريه كوريا لخوا د پرمختيائي پروژو لپاره مرسته زياتول وستائېل۔ده ووئيل وخت تېرېدو سره سره د دواړو هېوادونو معاشي اړيكې لا مستحكمې شوي۔د جمهوريه كوريا سفير ووئيل د فريم ورك ارينجمنټ به د پاكستان نوې حكومت د اقتصادي پالېسو او اقداماتو لپاره د پېشرفت او مرستياله ثابت شي۔ده ووئيل د فريم ورك ارينجمنټ څخه به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ده ووئيل جمهوريه كوريا به د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره هر ممكنه مرسته روانه ساتي

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں