پېښور پوهنتون كښی يو ورځنې ادبي نندارتون به د مئي په 2 مه نېټھ كېږي

image

پېښور 25 اپرېل (اے پي پي) د خېبر لټریری کلب پېښور پوهنتون ترسېوري لاندې يو ورځنې ادبي فيسټيول “فن د امن لپاره ” د مئي په 2 مه نېټه كيږي۔ كوم كښې به چې د ګردې صوبې زده كوؤنكي (هلكان او انجونې) بېت بازۍ ٬ د مضمون ليكلو ٬ قيصو او د شعرونو مقابلو كښې برخه اخلي۔ زده كوونكي د روانې مياشتې تر 26 مې نېټې رجسټرېش كولې او مضمونونه او افسانې جمع كولې شي۔ بېت بازۍ كښې برخه اخستوونكو زده كوؤنكو ته سټوډنټس سوسائټیز آفس كښې او پوئټ آف دی کېمپس ایوارډ لپاره شاعرانو ته د خپل كلام نمونې جمع كولو لپاره وئيلي شوې۔ د سټوډنټس سوسائټيز دوهم ډائرېكټر ډاكټر جمال ناصر ترمخه د ادبي فيسټيول مقصد د زده كوؤنكو تخليقي صلاحيتونه زياتول دي

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں