وزیراعظم عمران خان سره د ضم شوو سيمو سناتورانو او د اسمبلۍ غړو وليدل

image
APP61-24 ISLAMABAD: June 24 – Bashir Khan (MNA), Mehboob Shah (MNA), Sher Akbar (MNA), and Sibghat Ullah (MNA) called on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د ضم شوو سيمو اولس سره شوې لوظونه به ترسره كولې شي٬ په ضمم شوو سيمو كښې د فېډرل اېكسائز ډيوټۍ نفاذ پحقله په تحفظاتو به غور كولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د ضم شوو سيمو سناتورانو او د اسمبلۍ غړو پلاوي سره كړې۔ د پلاوي په غړو كښې سناتوران هدایت اللہ خان، مومن خان آپریدې، مرزا محمد آپریدې، سجاد حسېن طوري، اورنګزېب زېب خان، ایوب آپریدې او د قامي اسمبلۍ غړو ګل داد خان، سجاد خان، د مذهبي چارو وزير نور الحق قادري، محمد اقبال خان او جواد حسېن شامل وو۔ په دې موقع د دفاع وزير پروېز خټك٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر، سناتور شبلي فراز، د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزیر محمود خان، خاص مرستيال نعیم الحق او افتخار دراني هم موجود وٶ۔ د ملاقات په مهال په ضمم شوو سيمو كښې د جاري پرمختيائي چارو او اولس ته په پېښو مسئلو تفصيلي خبرې شوې۔ د پلاوي غړو سره خپلو خبرو كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د ضم شوو سيمو ضرورتونو تر مخه پرمختيائي منصوبو لپاره سږ كال 83 اربه روپۍ بجټ بېل كړې شوې كوم چې به اولس ته د پېښو مسئلو هواري له مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل د ضم شوو سيمو اولس بې شمېره قربانۍ وركړې او ستونزو سره مخ شوي٬ حكومت د دوي د ستونزو بشپړ ادراك لري۔ وزیراعظم ووئيل د ضم شوو سيمو اولس سره شوې لوظونه به ترسره كولې شي۔ وزیراعظم امر وكړٶ چې د پرمختيائي منصوبو عملي كولو لپاره په دې كښې اولسې نمائندګان شامل كړئ او د اولس ترجيحات تر نظره اوساتې۔ په دې موقع پارلماني غړو وزيراعظم په ضم شوو سيمو كښې د فېډرل اېكسائز ډيوټۍ نفاذ په مسئلو هم د تحفظاتو نه خبر كړو۔ وزیراعظم غړو ته باور وركړو چې د دوي په تحفظاتو به غور كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير په ضم شوو سيمو كښې د بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو پحقله

مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں