د خارجه وزير شاه محمود قريشي د بشري حقونو كونسل غونډې ته وېنا

image

جنېوا 10 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په مقبوضه جمو او كشمير كښې جبر او استبداد او غېر آئيني او غېر قانوني اقداماتو د هند اصل كردار څرګند كړے٬ په مقبوضه جمو او كشمير كښې د ظلم او زياتي پټولو په هڅه كښې هند د ترهګرې او پولې له بلې خوا د ترهګرې د دروغو لېبل لګوي٬ د هند قابض پوځ د بې ګناه كشميريانو د نورې وينې تويولو نه منع كولو لپاره دې ملګري ملتونه٬ نړيواله ټولنه او د بشري حقونو كونسل ته خپل كردار ترسره كول وي٬ د هند دا ادعا قطعي دروغ دي٬ دا اقدامات ئۍ كورنې معامله ده٬ اصل حقيقت دا دے چې جمو او كشمير د ملګرو ملتونو په اېجنډا د 70 كلونو نه د اوږدې مودې نه د يوې منل شوې شخړې په صورت كښې موجود ده٬ د سلامتي كونسل 16مه غونډه د دې خبرې ثبوت دے٬ په مقبوضه جمو او كشمير كښې چې څه كېږي هغه يوازې د دې كونسل په موضوع كښې يوازې د يو هېواد مخصوص صورتحال نه دے۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په جنېوا كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كونسل غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ خارجه وزير ووئيل چې هغه د بشري حقونو د نړيوالو اقدارو ودې او تحفظ لپاره د هائي كمشنرې مېرمن بېچلېټ او د هغې د دفتر د خدماتو ستائنه كوي او ده لپاره دا د اعزاز خبره ده چې نن د بشري حقونو كونسل ته وېنا كوي كوم چې د نړيوالو بشري حقونو محافظ دے او د ملګرو ملتونو دريمه فعاله ستن ده۔ خارجه وزير ووئيل چې دا هغه كور دے كوم ته چې د پاكستان لخوا د هند په قبضه كښۍ د جمو او كشمير د اولس خواست او مقدمه راوړې د كومو چې بنيادي او انساني حقونه هند تر پښو لاندې كوي او څوك ئې د پوښتنې نه شته۔ ده ووئيل چې د 80 لكو نه زيات كشميريان هند د غېر قانوني آپرېشن د لارې په عملي توګه د شپږو اونيو نه قېد كړي دي٬ په دې موده كښې ظلم او بربريت څو چنده زيات شوے٬ په مقبوضه جمو او كشمير كښې د وړاندې نه 7 لكه هندي پوځ و او اوس دا شمېره 10 لكو ته رسېدلې۔ ده ووئيل چې د بشري حقونو كونسل ته به په سمدستي توګه دې پلو ته پام كول وي٬ ده ووئيل چې كونسل دې هند ته ووائي چې د پېلټ ګنز استعمال بند كړي٬ قتل او غارت دې بند كړي٬ كرفيو دې ختم كړي٬ كميونيكېشن بلېك آؤټ دې ختم كړي٬ آزادي او بنيادي حقونه دې بحال كړي۔ سياسي بنديان دې خوشي كړي٬ د بشري حقونو دفاع كوونكي په نښه كول دې بند كړي او د ملګرو ملتونو قراردادونه دې عملي كړي۔ ده ووئيل چې كشميريانو سره شوے لوظ دې پوره كړې شي كه د كشميري اولس مرسته ونه كړې شوه نو بيا ياد ساتل پكار دي چې تاريخ يو داسې مصنف دے كوم چې څوك هم نه معاف كوي۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں