د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان په دوه ورځنۍ دوره سعودي عرب ته لاړه

image

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان په دوه ورځنۍ دوره سعودي عرب ته لاړه٬ هغه به جده كښې د او آئي سي جوړېدو ګولډن جوبلي دستورو كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستياله به د او آئي سي عمومي سېكتر او سعودي خارجه وزير په بلنه ګولډن جوبلي دستورو كښې ګډون كوي۔ پاكستان عمر له پھ او آئي سي كښې فعاله او متحرك كردار ترسره كړې۔د تللو څخه وړاندې په خپلو خبرو كښې دې ووئيل په ناروے كښې د قرآن پاك بې حرمتي د افسوس وړ پیښه ده٬د دې چې څومره هم غندنه وكړی شي كمه ده٬د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه د ناروے پشان افسوس وړ پیښو٬مقبوضه كشمير كښې په اوسني صورتحال او د بابري جومات د پريكړې په ضد به غږ پورته كوم۔۔دې ووئيل د اسلامو فوبيا سره تړلې بيانيه د نړۍ امن لپاره خطر دې۔د اسلام فوبيا مخ نيوي له به ټولو اسلامي هېوادونو له شريكه تګلاره ترتيب كول وي۔دې ووئيل مونږ له به د اسلام حقيقي او روښانه مخ نړۍ ته په ډاګه كول وي

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں