د خارجه چارو وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي امن له خوښي لرل دې زمونږ كمزوري اونه ګڼلې شي۔ د پاكستاني اولس لخوا نرېندر مودي سركار ته باور وركول غواړم چې كه جارحيت ئې وكړو ٬ فالس فلېګ آپرېشن وكړې شو يا په كومه بله بهانه پاكستان د بريد كولو هڅه وكړه نو پاكستاني ځواكونه په وخت او مناسب ځواب كولو له چمتو دي۔ د هندي پوځ سرلښكر بيان غېر ذمه وار دے٬ زمونږ استخباراتې ادارو غیر معمولی نقل وحركت محسوس كړې كوم چې د دې خبرې اشاره ده چې د هند ارادې سمې نه دي۔ ده ووئيل مونږ امن خوښوؤنكې خلق يؤ ولې امن له خوښي دې زمونږ كمزوري اونه ګڼلې شي۔ هند د روان كال جنورۍ مياشتې څخه تر دې دمه 3 زره ځل د لائن آف كنټرول خلاف ورزي كړې۔ د مېرمنو او كوچنيانو په شمول ئې تش لاسې كسان په نخښه كړې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ يو ويډيو پېغام كښې وكړه۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل مقبوضه كشمير كښې د كرفيو 136 ورځې وشوې ٬ مواصلاتې نظام معطل دے٬ په ميډيا او سفارتكارو بندېز لګېدلې ۔ د هند عزائمو په اړه ما يو بل خط سلامتي كونسل ته لېږلې۔ دا زما اووم خط دے ۔ ده ووئېل ما په خاص توګه څلورو اقداماتو ته پام ګرځولې ۔ په لائن آف كنټرول لګولې شوې خار تار 5 ځايه پرې كړې شوې د دې په شا د هند ځه ارادې دي ؟ ۔ ده پوښتنه وكړه آيا كوم نوې مس اېدونچر كېدونكې دے؟ په دې هم مونږ اندېښنه لرو ۔ ده ووئيل زمونږ د دې خط په بنياد د ملګرو ملتونو سېكورټي كونسل كښې چين دا مسئله په دوهم ځل پورته كړې ۔ ده ووئيل چين دا مسئله سلامتي كونسل كښې په وخت پورته كړې۔ ده ووئيل اوس د دې نوو ګامونو تر مخه دې د ملګرو ملتونو پوځي مبصر ډلو ٬ كومې چې پاكستان او هند كښې موجود دي ٬ د لارې جاج واهلي او هغه دې زمكيزو حقائقو څخه سلامتي كونسل خبر كړي۔ ده ووئېل مونږ دا ګڼو چې په دې لړ كښې دې زر تر زره نېټه كېښودلې شي دغسې چې حقائق د آزادو ذريعو د لارې په سمدستي توګه سلامتي كونسل ته ورسيږي ۔ ده ووئيل د نرېندر مودی عزائم ښكاره دي تر ټولو وړاندې په 5 اګست غېر قانوني ګامونه پورته كړې شول د كومو په ضد چې ټول كشمير كښې احتجاج روان دے ۔ په امریکا، اروپائي ائتلاف ٬ هاؤس آف کامنز او ګرده نړۍ كښې احتجاجي لاريونونونه وويستلې شول۔ ده ووئيل نن د كرفيو 136 ورځې شوي۔ مواصلات نظام معطل دے٬ دې سره سره د بابري جومات پرېكړه راغله كومه چې د هند د 20 کروړه مسلمانانو او اقليتونو اندېښنې او د محرومتيا احساس زياتوي۔ په متنازعه شهریت بل اېن آر سی هندي اپوزيشن او د شهریت په نوي ترميمي بل د آسام اعلی وزير ممتا بنرجی احتجاج كړې ولې چې هغه دا ګڼي چې دا بل بنیادی حقونه له مينځھ وړي۔ ده ووئيل د دې احتجاج څخه پام بل پلو ګرځولو له د هندوستان لخوا د نوي ناټك كولو اندېښنه ده۔ ده ووئيل زه نن د پاكستاني اولس لخوا نرېندر مودي سركار ته باور وركول غواړم چې مونږ امن خوښوونكې اولس يؤ ولې ته د فرورۍ 27 مه نېټه بايد هېره نه كړې۔ كه جارحيت وكړې شو ٬ فالس فلېګ آپرېشن وكړې شو يا په كومه بله بهانه په پاكستان د بريد هڅه وكړې شوه نو پاكستاني ځواكونه په وخت او مناسب ځواب وركولو له چمتو ولاړ دي۔ده ووئېل ټول قام د پاك پوځ سره ولاړ دے او د پاكستان د نظريې ٬ جغرافيې او د كشميري اولس د خپلواكۍ حق تحريك سره به اوږه په اوږه ولاړ وي ٬ داسې غلطي مه كوه۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں