د صدر ډاكټر عارف علوي د مظفر آباد دوره

image

مظفر آباد ۔ 21 اپریل (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د نهې په ورځ د آزاد كشمير سر ښار مظفر آباد دوره كړې۔ د دورې په مهال صدر د كورونا وائرس وباﺀ په صورتحال خبر كړې شو۔ مظفر آباد ته په رسېدو د آزاد كشمير صدر او وزيراعظم صدر ډاكټر عارف علوي ته هركلے ووې۔دغسې صدر د ډاكټرانو او طبي عملې حفاظتي سامان د آزاد كشمير حكومت ته وسپارلو۔ صدر ته وزيراعظم هاؤس مظفر آباد كښې آزاده سيمه كښې د وائرس وباﺀ صورتحال په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ د آزاد كشمير صدر او وزيراعظم صدر ډاكټر عارف علوي د كورونا وائرس وباﺀ مخنيوي له د خپل حكومت لخوا د پورته كړو ګامونو نه خبر كړو۔ د اېن ډي اېم چيئرمېن لېفټېننټ جنرل محمد افضل هم صدر سره ملګرے ؤ

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں