اسلام آباد ۔ 22 اپرېل (اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف لارښود او د اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد د شورؤ په ورځ ملاقات كړے كوم كښې چې د كورونا ريليف فنډ په حقله نن د زيارت په ورځ د كېدونكو ټېلې تھون نشريات په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې سناتور فېصل جاوېد وزيراعظم ته ووئيل د سرکاری او بېلو شخصي چېنلو لخوا د زيارت په ورځ كېدونكې نشريات به د فنډ رېزنګ په لړ كښې د هېواد د تاريخ تر ټولو لوئې او بشپړه ټېلي تھون وي چې له امله به ئې د هېواد دننه او بهر هېودانو كښې مېشته پاكستانيان په دې سخت وخت كښې د خپلو وطنوالو مرسته وكړي۔ دې سره سره د ټولو ټېلي كام كمپنيو لخوا صارفينو ته دا آساني وركولې شي چې هغوي په 6677 مېسېج لېږلو سره كورونا ريليف فنډ كښې برخه اخستلې شي۔ وزیراعظم ټېلي تھون ستائلو سره ووئيل پاكستاني اولس د هرې ستونزې مقابله په استقامت او ثابت قدمۍ كړې ۔ په دې سخت وخت كښې هم پاكستانيانو د خپلو وروڼو د زړه د اخلاصه مرسته كړی ۔ ده ووئيل د كورونا ريليف فنډ په حقله د شتمندو لخوا رامخې ته شوې جذبه د ډاډ وړ ده۔ وزیرِاعظم هيله ولرله چې ټول قام به يووالي دا مشن كامياب كړي۔