د صدر ډاكټر عارف علوي د غېر وابسته هېوادونو تحريك مشرانو غونډې ته د وېډيو لنك د لارې خطاب

image

اسلام آباد ۔ 4 مئی (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي كورونا وباﺀ نړيوال چېلنج دے په كوم چی نړيوال عبرګون ته اړتيا ده۔ پاکستان د كورونا وباﺀ مخ نيوي له يو شمېر ګامونه پورته كړي۔ د وزیراعظم لخوا مستحقينو د 8 اربه ډالرو ريليف پېكج وركړے شوے۔ د کورونا چېلنج په ضد قامي هڅې د نړيوال ملاتړ نه غېر مؤثر كېدې نه شي۔ دا جنګ د سياسي تړون او تنګ نظرۍ نه لرې ګټلې كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر د ګل په ورځ د غېر وابسته هېوادونو تحريك مشرانو غونډې ته د وېډيو لنك د لارې خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستان د كورونا وباﺀ مخ نيوي له يو شمېر ګامونه پورته كړي۔ د وزیراعظم لخوا مستحقينو له د 8 اربه ډالر ريليف پېكج وركړے شوے۔ ده ووئيل د پاكستان شته من هم د دې چېلنج په ضد د حكومت د هڅو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل دا وباﺀ د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په معيشت ژور منفي اغېز لري  په دې لړ كښې وزيراعظم عمران خان پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د پور ستنولو په لړ كښې د آسانۍ پېدا كولو درخواست كړے۔ صدر ووئيل هند كښې د كورونا وباﺀ په بهانه مسلمانان په نښه كولې شي۔ د مسلمانانو په شمول د نورو اقليتونو په ضد د تعصب رويه خپله كړې شوې دغسې مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم او زياتي سره د ضروري څيزونو نشتوالي صورتحال له پېچلې كوي۔ صدر ووئيل د كورونا وباﺀ په ضد جنګ سياسي تړون او د تنګ نه لرې ګټلې كېدې شي۔ دې مقصد لپاره به مونږ ټولو له خپل كردار ترسره كول وي

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں