اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار جنرل سيلز ټېکس هم اهنګ كولو لپاره د اړوندو شراكتدارو اتفاق خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي دې سره به كاروبار كښې آسانۍ راپېدا شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د نېشنل ټېکس کونسل (اېن ټي سي) غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د پنجاب د خزانې وزير محسن لغاري، وزير مملکت ډاکټر عائشه غوث پاشا، خاص مرستيال طارق باجوہ، طارق محمود، د اېف بي آر چيئرمېن، د خزانې سېكرټري، وفاقي سېكتران او لوړ پورو ګډون كولو۔ په غونډه كښې په ګرد هېواد كښې د جنرل سيلز ټيکس همكارا كولو لپاره د اېن ټي سي د تېرې غونډې د پرېكړو جاج واغستے شو۔ د خزانې وزير ووئيل په هېواد كښئ د كاروبار آسانۍ لپاره د جنرل سېلز ټېكس همكاري ضروري ده، دې سره به د نړيوال بېنك رائز پروګرام له مخې د پاليسي اقدامات ترسره كولو له هم مرسته تر لاسه شي۔ ګډون كوٶنكو جنرل سېلز ټېکس هم اهنګ كولو لپاره خپلې رائے وركري ۔ د اېف بي آر چيئرمېن او صوبائي شتراكتدارو قامي ګټې له د نېشنل ټېكس كونسل تر سيوري لاندې جنرل سېلز ټېكس هم اهنګ كولو لپاره په پېشرفت اتفاق وكړو