وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ګرين انيشي ايټو ته په خطاب كښې په الودګۍ د قابو موندلو په حاجت زور رواړے۔ د مريم اورنګزېب ټويټ

image

اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د کوپ۔ 27 هائي لېول سېګمنټ سعودي ګرين انيشي ايټو ته وېنا كړې او د جديدې ټيکنالوجي كارولو سره ئې په زياتېدونكې آلودګۍ د قابو موندلو په حاجت زور رواړے ۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل وزيراعظم خپلې وېنا كښې د ګرين پاکستان پروجيکټ ځانګړي خصوصيات رامخې ته كړي كوم چې ګرين فيوچر ( ماحول دوست سباٶن) پلو د سفر پېل دے۔ دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف او د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود ترمېنځه د ”کوپ۔ 27” سمټ په موقع ملاقات هم شوے۔ وفاقي وزيرې خپل ټويټ كښې د دواړو مشرانو ترمېنځه د ترسره شوي ملاقات عكسونه هم شېئر كړې دي

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں