هېپاټايټس سي ختمولو لپاره به د بشپړ پروګرام لاندې په ګرد هېواد كښې فلټر کلينک جوړولې شي٬ وزيراعظم شهبازشريف

image

اسلام آباد۔7اگست (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې هېپاټايټس سي ختمولو لپاره په ګرد هېواد کښې يو جامع پروګرام پېل کړے شوے دے چې ترمخه به ئې ټول هېواد کښې فلټر کلينک جوړولې شي٬ دې لپاره وفاقي حكومت 35 اربه روپۍ بېلې كړې دي او د 15 اربه روپو انډومنټ فنډ دې څخه وړاندې جوړكړې شوې دې۔ د ګل په ورځ په خپل ټويت كښې وزيراعظم ووئيل تېره ورځ ما لپارنه ډېر د اطمينان ورځ وه ۔ پاكستان كډني اېنډ لېور انسټي ټويت اېنډ ريسرچ سېنتر (پي كے اېل آئي ) د كوم تصور چې ما په كال 2015 كښې كړې وو د پاكستان د جان هاپكنز (امريكائي ادارې) په توګه كړې و يو پړاؤ ترسره كړو دغسې چې د پي كے اېل آئي په مرسته د علم د تخليق ٬ تحقيق او اختراعات مركز په توګه كار وكړے شي۔ ده ووئيل د هېپاټايټس سي خاتمې لپاره په ټول هېواد كښې يو جامع پروګرام هم تېره ورځ بيا پېل كړے شو چې ترمخه به ئې په ټول هېواد كښې فلټر كلينك جوړولې شي د كوم لپاره چې وفاقي حكومت 35 اربه روپۍ بېلې كړې او 15 اربه روپۍ انډوومنټ فنډ دې څخه وړاندې بېل كړې شوې دې۔ دا رقم به د بې وزلو په وېړيا درملنو مصرف كولې شي۔ ده د ډاكتر سعيد اختر ٬ ډاكټر فېصل ډار او د پي كے اې آئي د ډاكټرانو ٬ پوهانو او عملې په شمول د حكومتي عهدېدارانو د سترو قومي خذماتو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل مونږ به په ګډه پي كے ايل آئي ملت لپاره د وياړ وړ اداره جوړوو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں