د پارليمنټ په غونډه كښې نواب شاه ټرېن پېښه او په پوليس وېن بريد كښې حق رسېدليو له فاتحه خواني

image

اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) د پارليمنټ په غونډه کښې د نوابشاه ټرېن پېښې ٬ كے پي كے كښې په پولېس وېن بريد كښې او تربت كښې ډوبېدو سره په حق رسېدليو له فاتحه خواني وكړې شوه۔ د شورو په ورځ د پارليمنټ د ګډې غونډې په پيل كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې په نوابشاه كښې د ټرېن په پېښه كښې د 30 نه زيات كسان مړه شوي، په خېبرپښتونخوا كښې د پوليسو په ګاډي بريد كښې يو ځوان شهيد شوے او په تربت كښې 7 ماشومانې ډوبېدو سره په حق رسېدلې دي٬ دوئي لپاره دې فاتحه خواني وكړې شي۔ په دې مولانا عبدالاکبر چترالي د ارواښادو روحونو ته ثواب رسولو له دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں