اسلام آباد۔8اګست(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف مېجر طفېل شهيد (نشانِ حېدر) ته د هغه د شهادت په ورځ د عقيدت پېرزوينې ډالۍ كولو سره وئيلي دي چې هغه د خپلې مړانې او زړورتيا د لارې د هېواد د حفاظت فرض ترسره كولو ځانګړې داستان رقم كړو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل مېجر طفيل شهيد د هېواد حفاظت لپاره د خپل ځان هېڅ پروا ونكړه۔ ټول پاكستانې اولس مېجر طفيل شهيد ته د هغه په قربانۍ د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ ده ووئيل پاكستانې اولس به كله هم د خپلو شهيدانو قربانۍ هېرې نه كړي۔ ده ووئيل پاكستانې اولس د هېواد د سلامتيا آبياري په خپلو وينو كوؤنكو شهيدانو او د دوي په كورنيو وياړ لري۔