هيله ده چې هند به د مقبوضه كشمير په شمول د مهمو تصفيه طلب مسئلو حل لپاره د پاكستان لخوا د خبرو وړاندېز مثبت ځواب وركړي٬ سفير مسعود خان

image

واشنګټن ۔9 اګست(اے پی پی) پاكستان هيله څرګنده كړې ده چې هند به د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف لخوا د مقبوضه كشمير په شمول د مهمو تصفيه طلب مسئلو حل لپاره د خبرو وړاندېز مثبت ځواب وركړي۔ په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان تېره ورځ په منطقه كښې د شوي نوي پېشرفت حوالې سره د امريكائي مجلې نيوز ويك په يو آرټيكل كښې په امريكا زور راوړو چې هغه دې زيات كړكېچن حالت سره مخ مقبوضه كشمير ته لا پام وګرځوي۔ ده ووئيل مونږ تل هند سره د سفارت كارۍ لاره خپله كړې٬ د پاكستان وزيراعظم يو وارې بيا د خبرو وړاندېز وركړے دے۔ ده ووئيل امريكا هم د پاكستان او هند ترمينځه نېغ په نېغه مذاكراتو له د خپل ملاتړ څرګندونه كړې ده۔ ده چین پاکستان اړيكې يوه مهمه رشته ګرځولو سره ووئيل چې چين د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې نېغ په نېغه او استحكام لپاره غېر مباشر كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل مونږ امريكا سره هم دومره مضبوطو اړيكو كښې خوښي لرؤ۔ ده ووئيل افغانستان څخه د امريكائي پوځ وتلو څخه وروستو مونږ خپلې اړيكې يو وارې بيا ترتيب كړې دي۔ پاکستانی سفیر د اولس ترمينځه تړون ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل چې د زرګونو په شمېر پاكستاني زده كوؤنكي امريكا كښې د زده كړو ترلاسه كولو نه وروستو د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كوي۔

مضمون کا ماخذ : apostas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں