بيجنګ 16اکتوبر(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د چين دورې لپاره بيجنګ ته رسېدلے دے۔بيجنګ ته په رسېدو د دهغه تود هركلے وكړے شو۔د چين د سائنس او ټېكنالوجي وزير وانګ ژو ګانګ٬په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ ژي ډونګ او اعلٰی چارواكو د هغه هركلے كړے۔د چين هنرمندانو او روايتي رقص سره د وزيراعظم هركلے وكړے شو ۔وزيراعظم ته د ګلونو ډالۍ هم وركړې شوه او د پاكستان او چين قامي سردونه وغږولے شول۔ وزيراعظم به د خپلې چين دورې په مهال د اكتوبر په 17مه او 18مه نېټه كېدونكې درېم بليټ اينډ روډ نړيوالې مرسته كښې كډون كوي۔بيلټ اينډ روډ فورم كښې د پاكستان نمائندګي كولو سره وزيراعظم به د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ٬(سي پیك)له مخې تېرو لسو كلونو كښې د شوو پرمختيائي كاميابو سره سره د سباؤن اهداف او په دې مركزي پروژه د پاكستان د مرستې پخلے كوي۔وزيراعظم به د بي آر اېف پرانستې دستوره كښې د ګډون نه علاوه د اكتوبر په 18مه نېټه”پرانستي نړيوال معيشت كښې د رابطه”په موضوع راجوړ د اعلٰی كچ فورم ته خطاب كوي۔۔د وزيراعظم به په چين كښې د چين صدر شي جن پنګ سره دوه اړخيزه ملاقات سره سره د اعلٰی چينائي مشرتابه سره ملاقات او فورم كښې ګډون او نورو هېوادونو مشرانو سره هم ملاقات كوي۔نګران وزيراعظم به په پاكستان كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې لپاره په چين كښې كاروباري شخصيات او سرمايه كارو سره هم ملاقاتونه كوي۔د سنكيانګ او پاكستان اولس ترمينځه اړيكې او د كاروبار او سرمايه كارۍ ودې لپاره وزيراعظم به د اورمچي دوره كوي چرته به چې وزيراعظم ځايې مشرانو او كاروباري شخصيات سره هم ملاقاتونه كوي۔