پاکستان د تل پاتې او جامع پرمختګ وژن او په سرمايه كار دوسته پاليسو عمل كوي۔ د نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د چين د بېلا بېلو كمپنو مشرانو سره خبرې

image

بيجنګ 19 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي پاکستان د تل پاتې او جامع پرمختګ وژن او په سرمايه كار دوسته پاليسو عمل كوي ٬ خاص سرمايه كاري سهولت كونسل غېر ملكي سرمايه كارو ته سهولت وركولو لپاره د ون ونډو پليټ فارم په توګه كار كوي٬ د چين سرمايه کارو ته په پاکستان كښې زراعت، د تجديد وړ توان، ټيکسټائل، ډيجيټل معيشت او کان کنۍ په څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كول پكار دي۔ ده دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د درېم بېلټ اېنډ روډ فورم (بي آر اېف)په موقع د چين د بېلا بېلو كمپنو مشرانو سره په خبرو كښې كړې چا چې وزيراعظم سره ملاقات كولو ۔ وزيراعظم سره په ملاقات كوٶنكو كښې د من ميټلز، اېم سي سي، چائينه کميونيکيشن کنسټرکشن کمپني (سي سي سي سي)، چائينه روډ اينډ برج کارپوريشن (سي آر بي سي)، سي او اېف سي او، امر انټرنيشنل ګروپ، پاور چائينه، چائينه انرجي او چائينه ګيزوبا ګروپ چيف ايګزيکټو افسران او مشران شامل وو۔ په دې موقع وزيراعظم د چين کاروباري شخصيات معاشي او مالياتي استحکام لپاره د پاکستان د اقدامات نه خبر كړل۔ وزيراعظم نوار الحق کاکړ په دې مهال د چين د کميونسټ پارټي او ليو جيان چاؤ د پاك چين اړيكو او شريكې همكاري زياتولو لپاره د كردار ستائنه هم وكړه۔ ليو جيان چاؤ سره وزيراعظم د چين په پرمختګ كښې د کميونسټ پارټۍ د كليدي كردار هم ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمېنځه د خېر سګالۍ جذبات په پخوانۍ دوستۍ او ستراتېژك شراكتدارۍ كښې لوي اهميت لري۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ او ليو جيان چاؤ د اولس٬ قانون سازو اسمبليو٬ سياسي پارټو٬ سكالرز٬ ميډيا٬ مېرمنو او د تھنك ټېنكس ترمېنځه روابطو ته په وده وركولو خبرې وكړې۔ وزيرعظم انوار الحق کاکړ د امر انټرنېشنل چيئرمېن وانګ وېنين سره د ملاقات په مهال د امر انټرنيشنل لخوا په پاكستان كښې د پيتل او سټيل په صنعت كښې په سرمايه كارۍ كښې خوښۍ هركلے وكړو او دوي ئې په پاكستان كښې د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل په اړه خبر كړل د كوم له مخې چې د كان كنۍ او معدنيات په څانګه كښې سرمايه كارۍ كولو لپاره د پاكستان حكومت د ون ونډو آپرېشن سهولت وركوي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق
متعلقہ مضامین
مزید خبریں