د احتجاج كوونكو بلوڅو معاملې له غلط رنګ وركړے كېږي٬د رياست جګړه د بلوڅو سره نه بلكې د ترهه ګرو تنظيمونو سره ده۔ وزيراعظم انوار الحق كاكړ ميډيا سره خبرې

image

لاهور 01 جنوري (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار االحق كاكړ وئېلي دي د احتجاج كوونكو بلوڅو كورنيو معاملې له غلط رنګ وركړے كېږي٬د رياست جګړه د بلوڅو سره نه بلكې د ترهه ګرو تنظيمونو سره ده ٬د ترهه كرۍ د نوي چپې په طاقت سره مقابله كېږي۔ده د ګل په ورځ لاهور كښې د كاروباري آسانيو مركز دورې په مهال ميډيا سره خبرې كولې۔ نګران وزيراعظم ووئيل د افسوس مقام دے چې د بلوڅو كورنيو معامله د حقائق برعكس وړاندې كړې كېږي ولې چې بلوڅ خو پاكستان رياست سره ولاړ دي ۔ده ووئيل د بلوچستان د خلقو په وژنو كښې ترهه ګر او وسله وال عسكريت خوښي ككړ دي كوم چې ډاكټران٬وكيلان او استاذان وژني ۔ ده ووئېل رياست به د هغه ترهه ګرو سره په پوره طاقت سره جنګېږي ځكه چې هغوي ته د خلقو د وژلو لائسنس نشي وركړے كېدے۔ده ووئيل احتجاج د ټولو آئيني حق دے خو دا احتجاج د قانون په دائره كښې پاتې كېدل پكار دي۔د ميډيا يوې برخې لخوا د تنقيد حواله وركولو سره نګران وزيراعظم ووئېل حكومت بلوڅو كورنيو سره نه جنګېږي٬د رياست جنګ د بلوڅو سره نه بلكې د ترهه ګر تنظيمونو سره دے۔ده ووئيل ترهه ګر د”را”څخه پيسې او فنډنګ اخلي او او په صوبه كښې خلق وژني ۔لنډ مهاله وزيراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 90 زره نزدې خلق وژلې شوي خو تراوسه شايد 9 ملزمانو ته سزا وركړی شوې۔ده ووئيل په هېواد كښې كريمينل جسټس سسټم كښې د ښه والي راوستو ضرورت دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل رائے اظهار په آزادۍ كوم بندېز نشته۔په ډي آئي خان كښې د جے يو (ف)امير مولانا فضل الرحمان په ګاډو د نامعلومه كسانو لخوا د ډزو د پیښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دا خبره د تشويش وړ ده٬حكومت د خېبرپښتونخوا په سوئېلي سيمو كښې د امنيتي خطرو ځواب د ټول ترلاسه وسائلو سره وركوي۔لنډ مهاله وزيراعظم ووئيل پرامن ټاكنې باوري كولو لپاره به ټول وسائل او امنيتي آلات كارولې شي۔ده ووئيل د آئي اېم اېف څخه ډېر زر د قسط ترلاسه كېدو هيله ده٬د آئي اېم اېف څخه به هله آزاد شو كله چې مونږ زيات ټيكس راجمع كړو۔د قرضونو سمو كارولو څخه ښې نتيجې ترلاسه كېدې شي٬اېف بي آر دې ځل چې څومره ټيكس جمع كړے هغوي هغه پخوا كله هم نه دے۔ده ووئيل د قانون په دائره كښې پاتې كېدو سره احتجاج د ټولو حق دے ٬قوانين دې لپاره وي دغسې چې تورن خپل انجام ته ورسوي۔ده ووئيل د كاروبار ودې لپاره د پنجاب حكومت اقدامات د ستائنې وړ دي٬وفاقي حكومت به د كاروبار لپاره ټولې آسانۍ وركوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں