د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د ايران په كرمان ښار كښې د چاودنو په سختو ټكو غندنه وكړه

image

اسلام آباد 04 (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د ايران په كرمان ښار كښې د چاودنو په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د چاودنو په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره وئېلي دي د غم په دې سخت وخت كښې د ورور هېواد ايران سره ولاړ يو۔ده ووئيل د ټولو پاكستانيانو زړونه په داسې سخت وخت كښې د خپل ايرانيانو وروڼو لپاره درزېږي٬د انسانيت په ضد ناوړه كاروائيو كښې ككړ ټول شرخوښي عناصر تر خپل انجام رسولو هر ممكنه هڅې كول پكار دي۔د سېنېټ چيئرمېن د چاودنو په نتيجه كښې په حق رسېدلو كورنيو سره د يووالي او د غمرازۍ څرګندونه وكړه او دعا يې وكړه چې لوي څښتن دې په حق رسېدلې كسانو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او ژوبل شويو له روغ صحت وركړي۔د سېنېټ دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفريدي٬د حكومتي ډلې مشر سېنېټر اسحاق ډار٬د مخالفې ډلې مشر سېنېټر ډاكتر شهزاد هم د ايران په كرمان ښار كښې د چاودنو په سختو ټكو كښې غندنه كړې ۔دوي ووئيل په دې سخت وخت كښې ورور هېواد ايران سره د يووالي څرګندونه كوو۔دوي په خپلو جلا جلا پیغامونو كښې د چاودنو په نتيجه كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا كړې ۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں