اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن وئيلي دي اسلام د ورورولۍ او امن درس وركوي٬زمونږ په هېواد كښې د ترهګرۍ جاري كاروائۍ قامي سلامتيا لپاره لوئي خطر جوړ شوے٬ بايد مونږ د هر ډول ترهګرۍ په ضد يو شو٬علماء او مشائخ دس د هېواد زلمي كول د اخلاقي اقدارو اصلاح٬ هېواد سره مينې او د دفاع لپاره قرباني وركوونكو ادارو سره د عقيدت رشته مضبوطولو له خپل كردار ولوبوي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ علماء او مشائخ کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ چوهدري سالك حسېن ووئيل اولس ته د حق لاره ښودنكې هم دا د ممبر او محراب وارثان دي او د دوي لارښوونه زمونږ مذهبي، معاشرتي، اخلاقي او روحاني تربيې له مهمه ده۔ ده ووئيل علماء کرام د لوئي څښتن او بندګانو ترمېنځه په رابطه كښې مهم كردار لوبوي، دعلما كرامو تعليمات زمونږ په ټولنه ژور اثرات پرېباسي٬ دا هغه خلق دي چې وګړي فلاح پلو بيائي۔ ده ووئيل اسلام يو داسې دين دے چې د ورورولۍ او امن درس وركوي۔ ده ووئيل علما تل د رياستي ادارو سره په ګډه د انتها خوښۍ په ضد كردار ادا كړے، د علماٶ هڅې په ټولنه كښې امن لپاره د اهميت وړ دي، دوي امن لپاره تل قوي بيانيه وړاندې كړې۔ ده ووئېل مونږ ستاسو ملاتړ ته ضرورت لرو دغسې چې مونږ د دې چېلنجونو مقابله وكړې شو٬ د ترهګرۍ او انتها خوښۍ واضح غندنه ډېره ضروري ده٬ بايد مونږ د هر ډول ترهګرۍ په ضد يو شو او ھغه په بشپړه توګه مسترد كول پكار ده۔ ده ووئيل دا هېواد زمونږ د ټولو پاكستيانيانو دے د كوم سياسي٬ قبائيلي نسلي تعصب د تفريق نه غېر به مونږ له يو او خوشحال پاکستان جوړولو لپاره په ګډه كردار لوبول وي۔