اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر احسن اقبال وئيلي دي چې عمران خان د خپل سیاسی سباؤن څخه مایوسه كيدو سره د ??ېو??د د معیشت په اړه مایوسي خپروي، د مسلم لیګ (ن) حکومت خراب معیشت د ښه كولو او ??ېو??د د پرمختګ په پلو روان كړے، د سی پیك په نتيجه كښې د لسو كلونو په مهال تر ټولو زياته غیرملکي سرمایه کاري شوې ده، دوه ورځې وړاندې هم په نړيواله جریده كښې د پاکستان شميره د نړۍ په ښه معیشتونو كښې شوې۔ د جمعې په ورځ د ځوانانو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل ورلډ بانك د پاکستان معیشت په ښه كولو د حکومت ستائنه كړې او ??ېو??د كښې روان سیاسی صورتحال ئې معیشت لپ??ره خطر ګرځولې۔ ده ووئي?? د ??يرو څلورو كلونو په مهال بيا بيا د معاشي پرمختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅه شوې خو دې سره د ??ېو??د معېشت مخ په وړاندې روان شوے۔ ده ووئي?? د ??ټاك ایکسچینج 53000 پوائنټس سره د تاریخ لوړې كچې ته رسيدلې خو د سیاسی اړې ګړې په وجه دا رجحان په ځائ پاتې نه شو۔ ده ووئيل عمران خان ته دا هم نه ده معلومه چې قرضې د معیشت ښه والې له او كوټلې پرمختيائي پروژو له خرڅ كړې شي نو دې سره هيڅ زيان نه كېږي، د توان او انفرا سټرکچر پروژو سره به د پرمختګ دروازې پرانستلې شي۔