اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د منصوبه ب??دۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ??ئي??ي دي چې د مسلم ليګ (ن) حكومت په تېرو 4 كالو كښې د پائېدار پرمختګ ترلاسه كولو او د معاشي او سماجي خرابو خاتمې ته خاص پام كړې٬ پېرس كښې د فنانشل اېكشن ټاسك فورس غونډه روانه ده چې پكښې د ځينې هېوادونو لخوا پاكستان په واچ لسټ كښې د اچولو تحريك وړاندې كړې٬ پاكستان يو خپلواكه هېواد دے٬ مونږ په فشار كښې راتللو سره پرېكړې نه كوٶ٬ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ څوك خوشحالولو لپاره نه ٬ بلكې راتلونكي نسلونه محفوظولو لپاره كوٶ۔ د ګل په ورځ د منصوبه ب??دۍ كمېسون كښې د يو اېن ډي پي تر سېوري لاندې د ا??كلو سو اېنډ سسټېن اېبل ډوېلمپمنټ راپور اجراء په موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير احسن اقبال و??ئي?? چې دا راپور به د وژن 2025 له مخې د ا??تصادي هدفونو په ټاكنه كښې مرستيال وګرځي۔ راپور جوړونكې ډاكټر اكمل حسېن د سماجي انصاف او معاشي پرمختګ پراخه تجربه لري۔ ده و??ئي?? د بې وسې خاتمې په اړه حكومت د قامي ٬ صوبائي ٬ ريجنل او په ضلعي كچه كوټلې اقدامات كړي دي۔ ده و??ئي?? د مارشل لاء په ادوارو كښې د تعليم بجټ د جي ډي پي د 1.8 فيصده څخه كم كړې شوې ٶ خو اوسني حكومت دا د جي ډي بي د 2.3 فيصده څخه زيات كړې۔ احسن اقبال و??ئي?? د پاكستان د پرمختګ وړومبې دور په 1960 كښې ٬ دوېم په 1990 كښې پېل شوې كوم چې جاري پاتې نه شو۔ ده و??ئي?? اوس څو كاله پس سي پېك او د نورو اقتصادي اصلاحاتو په نتيجه كښې پاكستان د پرمختګ په نوې دور كښې داخلېږي زمونږ اقصادي شرح نمو 5.3 فيصده نه زياته شوې او تر 6 فيصده د كېدو امكان دې۔ سعودي عرب ته د پوځ لېږلو د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير و??ئي?? د دواړو هېوادونو اړيكې د ډېرې مودې دي او ډېر نزدې دي او پوځ به د يو پخوانې لوظنامې له مخې لېږلې شي ٬ پوځ به په جنګ كښې برخه نه اخلي۔ ده و??ئي?? حكومت ټولو شراكت دارو سره په ګډه پاكستان كښې سماجي او اقتصادي خرابۍ ختمولو لپاره كار كوي دغسې چې د ا??تصادي پرمختګ هدفونه ترلاسه كول باوري كړې شي