اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې وفاقي حكومت د ??لو??ستان اولس پرمختګ او خوشحالۍ ته تل پام كړې٬??لو??ستان ډېرې قدرتي وسيلې لري٬ډېر زر به دا د ټولو نه زياته پرمختللې سيمه جوړه شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د ??لو??ستان د مستونګ كېډټ كالج د زده كونكو پلاوي س??ه د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړې۔وزيراعظم زده كونكو سره په خبرو كښې ووئيل چې د اتلسم بدلون نه پس د اولسي خذمت زياتره ادارې صوبو ته منتقل شوي دي خو س??ه د دې هم وفاقي حكومت تل د صوبې ??و د دې اولس پرمختګ اهميت وركړې۔وزيراعظم ووئيل چې ??لو??ستان د تېل٬ګاز٬معدنياتو٬قيمتي دهاتونو ??و د بندر ځاې پشمول ډېرې قدرتي وسيلې لري او ډېر زر به دا د ټولو نه زياته پرمختللې سيمه جوړه شي۔ده زده كونكو ته هدايت وكړو چې خپل پام دې تعليم او كار ته وګرځوي او وې وئېل چې زده كونكو ته به د پاكستان او په خاص توګه د ??لو??ستان خذمت لپاره خپل تعليم او كار ته پام كول وي۔پھ دې صورت كښې هغوي ښه پوزيشن ترلاسه كولې شي ??و د صوبې خذمت به وكړی شي۔وزيراعظم په دې خب??ه د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د مستونګ كېډټ كالج زياتره زده كونكي وسله والو ځواكونو كښې ګډون كوي ??و د هېواد خذمت كوي۔په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي ??و د قامي اسمبلۍ غړې شنزه فاطمه خواجه زده كونكو ته د حكومت د انتظامي چارو په اړه بريفنګ وركړو۔زده كونكو د وزيراعظم د دفتر د بېلا بېلو برخو دوره وكړه