لاهور/ شېخوپوره 01 اپرېل (اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي و??ير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې په پاكستان كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري د محمد نواز شريف پاكستان او اولس سره د مېنې واضح ثبوت دے٬ په راتلونكو ټولټاكنو كښې به د مسلم ل??ګ ﴿ن﴾ مقابله سازشيانو او د پرمختګ په لار كښې خنډ پېدا كوونكو سره وي۔وفاقي و??ير اد خبرې په وانډاله د??ال شاه كښې وركرز كنونشن ته كولو او په بهګياړ نواله كښې خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ وفاقي و??ير ووئيل چې په هېواد كښې لوئې پروژې٬ د توان پروژې٬ د سي پېك پروژه٬ د هېواد د معيشت بحالي٬ په كراچې او فاټا كښې امن او په پاكستان كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري د محمد نواز شريف پاكستان او اولس سره د مېنې واضح ثبوت دے۔ وفاقي و??ير ووئيل چې كاركنان دې په فعاله توګه د مسلم ل??ګ ﴿ن﴾ قائد محمد نواز شريف پېغام كور كور ته ورسوي۔