رجانه/فېصل آباد 28مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ګل په ماښام موټروے اېم تهري رجانه انټرچېنج سره په يوه دستوره كښې د موټرويز دوه سېكشنو او اېم فور لاهور ??بدالحكيم او ګوجره ټوبه ټېك سنګه سېكشنو پرانسته وكړه۔دې سره دغه موټرويز د عام ټرافېك لپاره پرانستلې شو۔په دې لړ كښې په دستوره كښې وفاقي او صوبائي وزيرانو او د فېصل آباد ډويژن د اسمبلۍ غړو٬اعلی انتظاميې افسرانو٬د نېشنل هائي وے اتهارټي غړو او د مس??م ليګ(ن)عهديدارو ګډون وكړو۔د پرانستې دستورې په موقع د نېشنل هائي وے اتهارټي چارواكو وزيراعظم شاهد خاقان عباسي له بريفنګ وركړو چې د لاهور ??بدالحكيم موټروے اوږد والے 230 كلوميټره دې او په دې 148 اربه روپۍ لګښت راغلې كوم چې پھ دوه كاله كښې بشپړ كړی شو۔ده ووئيل نړيوال معيار لرونكې 6 اړخيزه سنګل فري موټروے اېم تهري شرق پور ??جانه سېكشن 180 كلوميټره دې د كومې د پرانستې سره چې به اولس ته د مزل ښه آسانۍ ترلاسه شي۔دوي ووئيل د لاهور ??بدالحكيم موټروے اېم تهري لاهور نه تر ملتان مزل به د 5 ساعتو په ځاې دوه نيم ساعته پاتې شي۔دوي ووئيل د موټروے په پاتې 49 كلوميټر سېكشن هم تندۍ سره كار روان دې كوم به چې په اګست كښې ټرافېك لپاره پرانستلې شي۔دوي ووئيل ګوجره ټوبه ټېك سنګ سېكشن موټروے فېصل آباد نه تر ملتان د اېف فور ??رخه ده۔دوي ووئيل د دې موټروے 98كلوميټره فېصل نه تر ګوجره سېكشن او 56 كلوميټر ملتان نه تر خانيوال سېكشن وړاندې څخه ټرافېك لپاره پرانستلې شوي۔دوي ووئيل چې د دې موټروے بشپړیدو سره به اولس ته د مزل ښه آسانۍ ترلاسه شي