اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) دسېنېټ غړو وئيلي چې د پېښور په ځانمرګي بريد كښې د هارون بلور شهادت په امنيتي انتظاماتو سواليه نښه ده۔ هارون بلور د خېبر پ??تونخوا د سياست ځلنده ستورې وو۔ د هارون بلور شهادت سره د ترقي پسند قوتونو او جمهوريت پلويانو زيان شوې۔ كه ټاكنو لپاره محفوظ چاپېرچل او امنيت نه وي نو كانديد به د ټاكنو مهم څنګه روان ساتي۔ د شورؤ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې پېښور كښې د ځانمرګې بريد په نتيجه كښی د خېبر پ??تونخوا اسمبلۍ كانديد هارون بلور شهادت پېښې غندنه كولو سره سناتور طاهر بزنجو ووئيل په كال 2008ء او 2013ء كښې هم دا ډولې پېښې رامخې ??ه شوې وې۔ ده ووئيل مونږ ددې پېښې په سختو ټكو غندنه كوؤ۔ كه امنيتي انتظامات ښه وې نو كېدې شي دا پېښه رامخې ??ه شوې نه وه۔ سکندر میندھرو ووئيل د پيپلز ګوند لخوا مونږ ددې پېښې غندنه كوؤ۔ پاكستان او جمهوريت لپاره د هارون بلور او دده د كورنۍ قرباڼۍ به بې ځايه نه ځي۔ س??نا??ور بهره مند ووئيل په دې سخت وخت كښې پيپلز ګوند بلور كورنۍ سره ولاړ دے۔ ده ووئيل امنيتي انتظامات به لا ښه كول وي۔ سناتور اعظم موسیٰ خېل ووئيل حالات ښه پلو روان نه دي۔ د پختونخوا ملی عوامی پارټۍ لخوا مونږ ددې پېښې غندنه كوؤ۔ سناتور شبلی فراز ووئيل بلور كورنۍ دا مهال د سوګ په كېفيت كښې ده۔ دا وړاندې هم د ترهګرۍ پېښو سره مخ شوې او د وارې هم دا په نښه كړې شوه۔ سناتور پ??وېز رشيد ووئيل بلور كورنۍ پاكستان لپاره ډېرې قربانۍ وركړې دي مونږ ددې كورنۍ په دړد او غم كښې شريك يو۔ س??نا??ور مولا بخش چانډيو ٬ سناتور محمد علی سېف ٬ سناتورې ګل ب??ریٰ ٬ سناتور چوهدری تنویر ٬ سناتور مصدق ملك او نور غړو هم د پېښور چاؤدنې غندنه وكړه او د هارون بلور كورنۍ سره ئې خواخوږي ښكاره كړه۔