اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د خارجه چارو لنډ مهاله وزير عبدالله حسېن هارون وئيلي دي د آئي اېم ??ېف پېكج او چين په حقله د امريكې بيان نامناسب دې٬آئي اېم ??ېف پیكج د سي پېك سره تړل سم نه دي٬آئي اېم ??ېف پلو تلل د لنډ مهاله حك??مت مېنډېټ نه دې٬نوې ټاكلې شوې حك??مت به په دې اړه خپله پالېسي وضعه كړي٬پاكستان امريكائي مرستې ته اړتيا نه لري٬په پاك چين ملګرتيا كښې چا ته د لاس وهنې حاجت نشته٬څوك هم د سي پېك په لاره كښې خنډ جوړېدې نه شي۔د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته په خپل خطاب كښې لنډ مهاله خارجه وزير ووئيل د آئي اېم ??ېف پېكج او چين په حقله د امريكې بيان نامناسب دې٬آئي اېم ??ېف پیكج د سي پېك سره تړل سم نه دي۔ده ووئيل د پاك چين ملګرتيا كښې چا ته د مداخلت كولو ضرورت نشته۔چين پاكستان كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري كوي٬د چين اولس مشر شي جن پنګ پاكستان خپل دوئم كور ګڼي۔ده ووئيل د امريكې لخوا د هند دفاع ښه كولو له نوې ډېلي ته انفرادي لائسنس جاري كړې شوې دغسې هند ته امريكې په انفرادي توګه د نوې وسلې لائسنس وركړې ۔امريكې ته د اتحادي فنډز په مد كښې پاكستان ته ادائيګۍ كول دي۔ ده ووئېل مونږ چې امريكا څخه كله خپلې پېسې غواړو نو وائي مونږ سره پېسې نشته۔ده ووئيل د آئي اېم ??ېف پیكج سي پېك سره هېڅ تعلق نشته٬ده د امريكائي سېكتر بيان رد كولو سره ووئيل آئي اېم ??ېف ته تلل د نګران حك??مت مېنډېټ نه دې٬نوې ټاكلې حك??مت به په دې اړه خپله پالېسي وضعه كړي٬سي پیك د پاكستان سباؤن او سرمايه كارۍ له ډېر مهم دې۔ ده ووئېل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ لويې قيمت ادا كړې۔وزيرستان كښې مونږ ډېرې كاميابۍ ترلاسه كړي۔اوس پاكستان ته وئېلي شي چې افغان طالبان دې د مذاكراتو ميز ته راوستلې شي۔ ده ووئېل د هند او امريكې ترمينځه د تجارت حجم 7.9 بلينه ډالرو ته رسېدلې ا و مونږ څخه د ډومور غوښتنه كوي دې سره سره مونږ ته افغانستان كښې امن لپاره د كردار ترسره كولو له هم وئېلي كېږي??دخ??رجه وزير ووئېل حك??مت د سيمه ايزې ښېګړې لپاره د افغانستان او هند سره خبرو كولو ته چمتو دې۔پاكستان امريكائي مرستې ته اړتيا نه لري٬مونږ له به د دوي په پېسو انحصار كول نه وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نورو هېوادونو مشران د وزيرا??ظم د سوګند پورته كولو دستوره كښې راتللو په اړه هېڅ وئېلې نه شو٬اړو??د وزارتونه دې معاملې ته ګوري