اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي وزیراعظم هاؤس كښې د اعلٰې درجې پو??نتون او د څلورو واړو صوبو ګورنر هاٶسز كښې د مېوزيم جوړولو پرېكړه شوې او نورې سركاري ودانۍ به د سېلګرۍ په ځايونو او هوټلونو بدلولې شي٬ دې اقد??م سره به په كلنه توګه د 105 كروړه روپو بچت كېږي ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د تاريخي ودانيو بيا كارولو د مجوزه منصوبې پحقله د غونډې نه پس د ميډيا نمائندګان د تفصيلاتو نه خبرولو كښې ده ووئيل عمران خان چې قام ته د خپلې وېنا په مهال د كومې سادګۍ خپلولو وئيلي وٶ د ھغې په رڼا كښې ووئيل شول چې د حكومتونو د شاهي خرڅونو څخه خلق پرېشانه دي h, دې لپاره حكومت د شاهي خرڅونو ختمولو او د سادګۍ خپلولو پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل په غونډه كښې دا پرېكړه وشوه چې د 1096 كناله وزيراعظم به په اعلٰې درجه پو??نتون بدلولې شي٬ او په كلنه توګه به 47 كروړه روپۍ ?? كال بچت شي۔ وفاقې وزير ووئيل په غونډه كښې دا هم پرېكړه شوې چې د وزيراعظم هاٶس شا ته په زمكه به پو??نتون لپاره وداني له پي سي ون جوړولې شي٬ ده ووئېل پو??نتون جوړولو لپاره د تعليم وزير شفقت محمود ٬ د لوړو زده كړو كمېسون چيئرمېن ډاكټر طارق بنوري او د ډاكټر عطاء الرحمن پشمول كمېټي جوړه كړې شوې او دا پو??نتون به د تعليم په لحاظ سره ??و ځانګړې پو??نتون وي۔ شفقت محمود ووئېل د ګورنمنټ هاٶس مري په ښكلا چې په دې وروستيو كښې د پنجاب واكمنو 60 كروړه روپۍ لګولې هغه به په هېريټېج بوتيك هوټل بدلولې شي٬ په دې ودانۍ به په كلنه توګه 4 كروړه روپۍ ??رڅونه راتلل۔ ده ووئېل پنجاب هاٶس مري به د سېلګرۍ په كمپلېكس بدلولې شي په كوم چې به په كلنه توګه 2نيم كروړه روپۍ ??رڅ كېدلې۔ د تعليم وزير ووئيل پېنډۍ كښې پنجاب هاٶس او دې سره خوا كښې ګورنر انېكسي چې مجموعي زمكه ئې 70 كناله ده په ھغې به 4 كروړه روپۍ په كلنه توګه خرڅ كېدلې دغه به هم په اعلٰې تعليمي اداره بدلولې شي پاو ه دې