پاکستان د منطقې امن له خوښي لري٬ په مقبوضه جمو و كشمير كښې د يو اړخيزه اقداماتو د لارې هند د منطقې امن تباه كول غواړي۔ د شاہ محمود قرېشي ”کافي ټائم” كښې غېر ملكي ميډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان د منطقې امن له خوښي لري٬ ولې هند مقبوضه جمو و كشمير كښې د يو اړخيزه اقداماتو د لارې د منطقې امن تباه كول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د “كافي ټائم” په سرخط نړيوالې ميډيا سره د ملاقاتونو لړۍ پېل كولو په مهال كړې كوم چې د پاكستان د خارجه پاليسۍ ترجيحات او مهې خارجه پاليسۍ چارې په نړيواله ميډيا رامخې ته كولو لپاره يو مهم ګام دے۔ “کافي ټائم ” په اصل كښې د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي لخوا د رابطو ودې لپاره د پېل كړې لړۍ “اېف اېم كنكټ” يوه كړۍ ده چې له مخې به ئې خارجه وزير پوهانو٬ سماجي لارښودو٬ تھنك ټنکس، د تعليم پوهانو پشمول بېلا بېلو څانګو په اړه مهم شخصياتو سره غونډې كوي دغسې چې د پاكستان د خارجه پاليسۍ ترجيحات په كوټلې توګه رامخې ته كړې شي او د اېف اېم كنكټ له مِخې د ملاقاتونو دا لړۍ پرله پسې روانه وساتلې شي۔ د “کافي ټائم” نړيوالې ميډيا سره د رابطې وړمبنې ناسته د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې شوې چې كښې پاكستان كښې د نړيوال ميديا يو شمېر نمائندګانو ګډون وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير په مقبوضه جمو و کشمير كښې د تېرو 106 ورځو راهسې د روانې كرفيو او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو په اړه تفصيل بيان كړو۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي ووئيل پاكستان منطقه كښې امن غواړي خو هند په مقبوضه جمو و كشمير كښې د يو اړخيزه اقداماتو د لارې د د منطقې امن تباه كول غواړي۔ ده ووئيل د امريكائي كانګريس ټام لنټاس كمېسون په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو په اړه خپل اوسني راپور كښې د جمهوريت ناسمه ادعا كوٶنكې د هند سركار بې نقابه كړې ۔ ده ووئيل د مواصلاتو په ذريعو بشپړه بندېز لګولې شوې او انټر نېټ سروس تر اوسه معطل دے او د نړيوالې ميډيا نمائندګانو ته دغې سيمې د تګ اجازه نه وركړې كېږي دغسې چې حقائق پټ كړې شي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان د کرتارپور راهداري په شكل كښې نړۍ ته واضح پېغام وركړې چې مونږ د مذهبي آزادۍ او روادارۍ په ځالانده اصولو عمل كوٶ۔ ده ووئيل پاکستان به د “افغان امن عمل” پشمول منطقه كښې امن لپاره خپل د روغې جوړې كردار د زړه د خلاصه ترسره كوي۔ ده ووئيل د اسلامو فوبيا د زياتېدونكې چپې لاره نيولو او د اسلام اصل تشخص رامخې ته كولو لپاره پاكستان ٬ ماليزيا او تركيه ډېر زر د ګډې ټي وي چېنل پېل كوٶنكې دي۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د ګډون كوٶنكو مننه كولو سره وووئيل نړيوالې ميډيا سره ملاقاتونو لپاره د “کافي ټائم” په نامه پېل شوې دا لړۍ به ان شاء الله جاري وي۔ په دې موقع د نړيوالې ميډيا نمائندګانو د دې نوې سلسلې “کافي ټائم” ستائنه كولو سره نړيوالې ميډيا پلو په خاص پاملرنه د خارجه وزير مننه وكړ

مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں