پاكستان د تهذيبونو مركز او درېو لويو مذهبونو٬بدھ مت٬سكھ ازم او هندومت پيروكارو لپاره مقدس ځاے دے

image
APP75-20 ISLAMABAD: November 20 - Prime Minister Imran Khan receives the Most Venerable Won Haeng, President of Jogye Order of the Republic of Korea at PM Office. APP

اسلام آباد 20 نومبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان د تهذيبونو مركز او درېو لويو مذهبونو٬بدھ مت٬سكھ ازم او هندومت پيروكارو لپاره مقدس ځاې دے۔ده ا خبره د شورو په ورځ د بدھ مت راهبانو سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړې۔د بدھ مت راهبانو پلاوي مشري د بدھ مت مذهبي پشيوا اود سوېئلي كوريا جوګئے آرډر صدر وان هينګ كوله۔وزيراعظم د پاكستان عظيم تاريخي٬تهذيبي او كلتوري ورثې ذكر كولو سره ووئېل پاكستان د تهذيبونو مركز او د درېو لويو مذهبونو٬بدھ مت٬سكھ ازم او هندومت پيروكارو لپاره مقدس او د احترام وړ ځاې دے۔وزيراعظم پلاوي پاكستان كښې د مذهبونو ترمينځه همغږۍ او ټولو مذهبونو لپاره د احترام څخه د حكومتي عزم په اړه خبر كړو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د بدھ مت په كلتوري ورثه وياړ لري٬اوسنې حكومت سېلګرۍ او په خاص توګه د مذهبي سياحت ودې ته پام ګرځولې۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او سوئېلي كوريا له به د بدھ مت تاريخي ځايونو حفاظت او ودې لپاره خپله مرسته زياتول كول وي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د سوئېلي كوريا بدھ راهبانو پاكستان راتګ سره به د امن او ټولو مذهبونو ترمينځه د همغږۍ شريكې پېغام رامخې ته كولو له مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل پھ وروستيو كښې د بابا ګرونانك 550مې زېږون ورځې په موقع د كرتارپور صاحب راهدارۍ پرانسته شوې ۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د جوګئے آرډر پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو اولس او د ګندهارا تهذيب دور څخه تاريخي او تهذيبي رابطو رامخې ته كولو له مرسته ترلاسه شي۔د بدھ مت مذهبي پشيوا او سوئېلي كوريا جوګئې سلسلې صدر وان هينګ د بدھ مت تاريخي ورثه حفاظت لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې۔هغوي د مذهبونو ترمينځه په همغږۍ او نړيوال امن لپاره په هڅو د وزيراعظم عمران خان ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں