د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هوابازۍ ډويژن چارو په اړه غونډه٬

image
APP60-29 ISLAMABAD: November 29 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting on matters pertaining to Aviation Division. APP

اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان په پي آئي اے كښې په روان اصلاحاتي عمل د اطمينان څرګندونې كولو سره وئېلي دي د قامي ايئر لائن بحالۍ او دا ګټه وره اداره جوړولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د هوا بازۍ ډويژن چارو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال كړې۔پھ غونډه كښې د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور٬د سمندري چارو وفاقي وزير علي حېدر زيدي٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر٬د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬خاص مرستيال نديم بابر٬خاص مستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن سيد زبېر ګېلاني٬د هوا بازۍ سېكتر شاه رخ نصرت٬د پي آئي اے چيئرمېن ايئر مارشل ارشد محمود ملك او نورو سينئر افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د هوا بازۍ ډويژن معاملات په اړه او پھ خاص توګه پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز كښې د اوسني اصلاحاتو مېوو او د هواد هوائي اډو ښه والي انتظام په اړه خبرې وشوی۔د پي آئي اے چيئرمېن ايئر مارشل ارشد محمود غونډې ته ووئيل په قامي ايئر لائن كښې د اصلاحات زياتې ميوې وړاندې راتلل پیل شوي۔ده ووئيل چرته چې يو پلو قامي ايئر لائنز په پروازونو كښې 47 پروازنه زيات كړې شوې او دوه نوې الوتكې د پي آئي اے په فليټ كښې شامل كړې شوي نو ورسره د پي آئي اے په مياشتني خساره كښې كمې راغلې۔ده ووئيل په دې كاركردګۍ كښې لا ښه والي راوستلو او ګټه وره اداره جوړولو لپاره د پي آئي اے موجوده انتظاميه شپه ورځ كار كوي۔وزيراعظم په پي آئي اے كښې د روانو اصلاحاتو په عمل د اطمينان څرګندونې سره ووئېل د قامي ايئر لائن بحالۍ او دا ګټھ وره اداره جوړولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔په غونډه كښې د هېواد هوائي اډو ښه انتظام او مسافرو ته نړيوال معيار آسانۍ وركولو لپاره په شوو پريكړو عملدرآمد كښې د پېشرفت او سباؤن لائحه عمل هم جاج واخستلې شو۔)ګ

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں