د نېشنل هائی وے اتھارټی پرمختيائي منصوبو له د 2 اربه 69 کروړه روپو فنډز جاري

image

اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د نېشنل هائی وے اتھارټی پرمختيائي منصوبو له د 2 اربه 69 کروړه 81 لكه روپو فنډز جاري كړې دي۔ حکومت د نېشنل هائی وے اتھارټی پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال يو کھرب 54 اربه 96 کروړه 68 لكه څخه د زياتو روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن لخوا د جاري كړې شويو شمېرو لمخې لاهور ملتان موټروے فېز IIIسېکشن له 90 کروړه ،جھګلوټ سکردو روډ جوړولو له 20 کروړه ، اېن۔ 5 جوړولو له 20 کروړه، پنډی ګېپ کوهاټ روډ دوه اړخيزه جوړولو له 40 کروړه او فېصل آباد خانیوال اېم 4- له د 20 کروړه روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں