اعلی وزير عثمان بزدار او ګورنر محمد سرور د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان سره دده د مور په مړينه خواشيني اوښودله

image
APP63-05 PESHAWAR: September 05 - Chief Minister Punjab Sardar Usman Buzdar and Governor Punjab Chaudhry Muhammad Sarwar offering Fateha after condoling with Chief Minister Khyber Pakhtunkhwa Mahmood Khan on sad demise of his mother at CM House. APP

لاهور05 ستمبر(اے پی پی) د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار او د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور پېښور ته لاړل۔ د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار او ګورنر چوھدری محمد سرور په وزیراعلیٰ ھاؤس خېبرپختونخوا كښې اعلی وزير محمود خان سره ملاقات وكړو۔ عثمان بزدار او ګورنر پنجاب چوھدری محمد سرور د مور په مړينه اعلی وزير محمود خان سره د غم دړډ او افسوس څرګندونه وكړه او ده سره ئې د زړه د كومې نه غمرازي وكړه۔ اعلی وزير او ګورنر د ارواښادې بخښنې له دعا او ددې روح ته ثواب رسولو فاتحه خواني وكړه۔ وروستو اعلی وزير او ګورنر چوھدری محمد سرور پېښور كښې ګورنر ھاؤس خېبرپختونخوا كښې ګورنر شاه فرمان سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو ٬ عمومي وضعې او د صوبو ترمينځھ د همغږۍ په وده د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ مقبوضه کشمیر كښې د هندي زور او زياتي او د روانې كرفيو لامله كشميري اولس ته پېښو مسئلو د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره د مقبوضه کشمیر خصوصی حېثیت بدلولو غېر آئيني او غېر قانوني هندي ګام سخته غندنه وكړې شوه او كشميري اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه وكړې شوه۔ د پنجاب اعلی وزير خپلو خبرو كښې ووئيل د کشمیر په معامله ټول قام په يو پېج دې۔ يغني “انډيا بېرته ځه”۔ د پنجاب ګورنر ووئيل هند د طاقت د لارې د مقبوضه كشمير اولس غلې كولو كښې ناكامه دې۔ په ټوله نړۍ كښې د مودي سركار په ضد مظاهرې كېږي۔ د خېبر پختونخوا ګورنر شاہ فرمان ووئيل قام د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كشميري اولس ملاتړ كوي۔ عمران خان په هر يو فورم د كشميري اولس د جذبو ترجماني كوي۔ ده ووئيل د پاكستان فعاله سفارتكارۍ په نتيجه كښې ملګري هېوادونه هم د كشميري اولس ملاتړ كولو له چمتو دي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں