اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي به(سبا)د اتوار په ورځ جاپان ته په پنځه ورځنۍ سركاري دوره ځي۔اولس مشر به د جاپان شهنشاه په شاهي دستوره كښې ګډون كوي۔دستوره كښې به د 100 څخه زياتو هېوادونو مشران ګډون كوي۔ده ته د دې دورې بلنه د جاپان حكومت وركړې۔د جمعې په ورځ جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي اولس مشر ډاكټر عارف علوي به د 20 نه تر 24 اكتوبر د جاپان پنځه ورځنۍ دوره كوي۔اولس مشر به د جاپان شهنشاه شاهي دستوره كښې ګډون كوي٬پاكستان او جاپان په خپلو كښې د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكې لري۔زمونږ شريكې اړيكې وخت سره سره لا قوي كېږي او د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو ګنجائش شته۔د اولس مشر د جاپان دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا قوي شي