پاکستان انسټی ټیوټ فار کانفلکټ اېنډ سکیورټی سټډیز كلن سکیورټی راپور جاري كړو

image

اسلام آباد ۔ 31 دسمبر (اے پی پی) ترهګري د 15 كلونو تر ټولو ټيټې كچې ته راغلې٬ په ځان مرګو بريدونو كښې هم ډېر كمې راغلې ٬ ځانمرګې بريدونه د كال 2007ﺀ څخه ټيټې كچې ته راغلې۔ د سلامتيا صورتحال كښې تر ټولو زيات ښه والې سندھ او بلوچستان كښې رامخې ته شوې۔ د پاکستان انسټی ټیوټ فار کانفلکټ اېنډ سیکیورټی سټډیز كلن راپور له مخې پاكستان كښې د ترهګرۍ پېښې د 15 كلونو تر ټولو ټيټې كچې ته راغلي او د ځانمرګې بريدونو شمېره 44 فيصده كمه شوې٬ ځانمرګې بريدونه د كال 2007ﺀ څخه ټيټې كچې ته راغلې۔د كال 2019ء په مهال د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې 393 كسان مړه او 687 ژوبل شوي۔ د كلن راپور له مخې پاکستان كښې د ریاست مخالفو بريدونو شمېره د كال 2004ء څخه هم ښكته كچې ته راغلې۔ د پکس ډېټا بېس له مخې كال 2019ﺀ كښې ګرد هېواد كښې 159 بريدونه شوي چې پكښې 305 وګړي شهيدان شوي ٬ شهيدو شوو كښې 143 د امنيتي ځواكونو اهلكار او 129 عام وګړي شامل دي۔ د راپور تر مخه د امنيتي ځواكونو لخوا د جنګيالو په ضد 111 كارروائۍ ريكارډ كړې شوې كومو كښې چی 77 جنګيالي وژلې شوي او د امنيتي ځواكونو 7 اهلكار او 4 عام وګړي شهيدان شوي۔ د پاکستان انسټی ټیوټ فار کانفلکټ اېنډ سکیورټی سټډیز راپور له مخې كال 2019ء كښې د مياشتنيزو اوسط بريدونو شمېره هم 13 ته راغلې۔ دا اوسط كال 2018ء كښې 19′ 2017 ء كښې 35′ 2016ء كښې 43 او 2014ء كښې 143 وو۔ بريدونو كښې د كمي بنيادي سبب كال 2014ء كښې پېل كړې آپرېشن ضرب عضب’ په كال 2015ء كښې اختيار كړې نېشنل اېکشن پلان ؤ ۔دغسې آپرېشن رد الفساد د سلامتيا صورتحال د كال 2003ء څخه وروستو تر ټولو كمې كچې ته رسولې ۔ په كال 2019 كښې د عسکریت خوښو بريدونو شمېره 31 فیصده ٬ د مړو شمېره كښې 48 فیصده او د ژوبل كېدونكو شمېره كښې 31 فیصده كمې رامخې ته شوې ۔ د پکس راپور له مخې پخوانۍ فاټا كښې د جنګيالو بريدونو كښې 21 فيصده كمې راغلې۔ د خېبر پختونخوا قبائلی ضلعو كښې كال 2019ء كښې 52 بريدونه ريكارډ كړې شوي كومو كښې چې 64 كسان شهيدان شوي۔ شهيدو شوو كښې 45 د امنيتي ځواكونو اهلكار شامل دي كوم چې دغه سيمه كښې د مجموعي مړو 70 فيصده دي۔ په 88 ژوبل شوو كسانو كښې هم د 57 د امنيتي ځواكونو اهلكار شامل دي۔ دې سره سره پاتې صوبه خېبر پختونخوا كښې د بريدونو شمېره 25 فيصده كمه شوې۔ په كال 2019 ء كښې د ترهګرۍ 30 پېښې ريكارډ كړې شوې كومو كښې چې 46 كسان شهيدان او 101 ژوبل شوي۔ شهيدو شوو كسانو كښې د امنيتي ځواكونو 26 ٬ ژوبل شوي 101 كښې 21 اهلكار او 79 نور عام وګړي وو۔ د پکس راپور له مخې سندھ كښې ریاست مخالف تشدد كښې ډېر كمې رامخې ته شوې۔ په كال 2018ء كښې 15 بريدونه ريكارډ كړې شوي ۔ سندھ كښې د دې بريدونو په نتيجه كښې ځاني زيان هم د كال 2006ﺀ څخه وروستو تر ټولو ټيټې كچې ته راغلې۔ دغسې په كال 2019ء كښې آزاد کشمیر او وفاقی پلازمينه اسلام آباد كښې يو يو بريد ريكارډ كړې شوې كومو كښې چې په ترتيب سره د امنيتي ځواكونو 5 او 2 اهلكار شهيدان شوي۔ د پکس راپور له مخې هېواد كښې د ځانمرګې بريدونو شمېره هم د كال 2007ء څخه ټيټې كچې ته راغلې۔ دا خبره دې ياده وي د لال مسجد آپرېشن څخه وروستو كال 2007ﺀ څخه هېواد كښې د ځان مرګو بريدونو شمېره ډېره زياته شوې وه ۔ په كال 2019ء كښې په مجموعي توګه 10 ځانمرګې بريدونه ريكارډ كړې شوې وو كومو كښې چې 70 كسان مړه شوي وو۔ مړو كښې 34 عام وګړي ٬ د امنيتي ځواكونو 19 اهلکار او 17 جنګيالي شامل وو ۔ په ځانمرګې بريدونو كښې 141 كسان ژوبل شوي وو كومو كښې چې 125 عام وګړي او د امنيتي ځواكونو 16 اهلكار شامل وو ۔ د پکس كلن راپور له مخې جنګيالي دېسي ساخت بمي بريدونه كاروي۔ په كال 2019ﺀ كښې د بمي چاؤدنو په نتيجه كښې ځاني زيان كښې زياتوالې رامخې ته شوې ۔ په مجموعي توګه 85 بمي چاؤدنو كښې 124 كسان مړه او 462 ژوبل شوي۔ كال 2019ء كښې وژلې شوو كښې 40 فیصده بمې ېبريدونو كښې مړه شوي ۔ دغسې د ژوبل شوو مجموعي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں