د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د متحده عرب امارات دوه ورځنۍ دوره پاې ته ورسېده٬وزيراعظم په سر كاري دوره كويت ته لاړو

image

ابوظهبي 28 نومبر (اے پي پي) د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د متحده عرب امارات دوه ورځنۍ دوره پاې ته رسېدلې ده ۔وزيراعظم د كويت په سركاري دوره د ابوظهبي البطين هوائي مېدان څخه كويت سټي ته تللے چرته به چې د كويت قيادت سره ملاقاتونه كوي ۔دغسې د نګران وزيراعظم په موجودګۍ كښې به د افرادي قوت٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬معدنيات٬غذائي تحفظ٬توان او د دفاع په څانګو كښې د شريكې مرستې په مفاهمتي يادښتونو لاس ليك هم كېږي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې په هوائي مېدان د متحده عرب امارات د توان او انفراسټركچر وزير سهيل محمد المزروعي او د پاكستان سفارتي عملې وزيراعظم ته په مخه ښه اووې۔د كويت دورې په مهال به وزيراعظم د كويت ولي عهد شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح او وزيراعظم شيخ احمد النواف الاحمد الصباح سره ملاقات كوي۔د دورې په مهال به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي او معاشي مرستې يو نوې دورې پېل شي او په بېلو څانګو كښې د افرادي قوت٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬معدنيات٬غذائي تحفظ٬توان او د دفاع په څانګو كښې د شريكې مرستې په مفاهمتي يادښتونو به لاس هم كېږي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں