اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل مونږ يو شمير چيلنجونو سره مخ يو كوم چې زمونږ د اجتماعي عزم تقاضا كوي،د غريبۍ ختمولو ، كوټلې پرمختګ او سماجي او اقتصادي مساوات باوري كولو زمونږ فرض،قامي يووالې زمونږ طاقت دے۔د سېنېټ سيكرټريټ ميډيا ډائريكټوريټ د اړخه د آزادۍ ورځ په موقع جاري شوې بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ټولو پاكستاني وګړو له د آزادۍ ورځ په موقع مباركي وركولو سره ووئيل نن ورځ د اتحاد، ايمان او نظم و ضبط رهنما اصولو لپاره زمونږ د عزم د تجديد موقع ده ٬، نن مونږ د خپل تاريخ په يو داسې ځائې ولاړ يو چرته چې مونږ د ګڼو چيلنجونو سره مخ يو او زمونږ د اجتماعي عزم تقاضا كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د غريبۍ ختمول ،كوټلې پرمختګ او سماجي او اقتصادي مساوات باوري كول زمونږ فرض دے،مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې معاشي پرمختګ ميوې په مساوي توګه تقسيم كړې شي،داسې كوټلې پاليسۍ به مرتب كول وي كومې چې شموليت او كوټلې پرمختګ ته وده وركړي۔