پاكستان د موزمبيق د سمندري طوفان په نتيجه كښې د 98 كسانو په مړينه د موزمبيق حكومت او اولس سره غمرازي او د يو والي څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 19 مارچ(اے پی پی) پاكستان د سوئېلي افريقې موزمبيق هېواد كښې د سمندري طوفان په نتيجه كښې د 98 كسانو په مړينه د موزمبيق حكومت او اولس سره غمرازي او د يو والي څرګندونې سره وئېلي دي د پاكستان حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې د موزمبيق خپلو خوئېندو وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند په سوئېلي افريقا كښې د سمندري طوفان په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د حكومت او اولس د اړخه غمرازي او د يو والي څرګندونې سره وئېلي دي د پاكستان حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې د موزمبيق حكومت او اولس سره ولاړ دے۔د دې طوفان په نتيجه كښې په ملاوي كښې 56 او په موزمبيق تراوسه د 98 كسانو د مرګ اطلاعات ترلاسه شوي ٬ دغسې د دې كسانو شمېرې زياتېدو اندېښنه ده

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں