د اولس شر ډاكټر عارف علوي د امريكې د هاورډ پوهنتون پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

image
APP32-20 ISLAMABAD: March 20 – President Dr. Arif Alvi addressing the delegation from Harvard Kennedy School, USA who called on him. APP

اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي نوې حكومت به د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره اولسي تږ لارې تر مخه خپله خارجه پاليسي مخ په وړاندې بوځي۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ د امريكې د هاورډ پوهنتون پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل په پراخه بنيادونو د سماجي او اقتصادي اصلاحات مقصد په كوټلې توګه شرح نمو زياتول باوري كول دي چې په نتيجه كښې به ئې ځوانانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي۔ اولس مشر د منطقې په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل په تاريخي توګه دا د منډيانو منطقه پاتې ده٬ سي پېك منصوبه سيمه ائيز تجارت لپاره حانګرې موقعې وركوي كومې چې به اقتصادي پرمختګ لپاره مركزي عنصر ثابت شي۔ ده وئيل حكومت هېواد او د معيشت پرانستلو پاليسۍ له عزم لري ٬ په دې وروستيو كښې د وېزه آسانيو اجراء مقصد زياتو سېلګرو ٬ سوداګر او سرمايه كارو ته هركلے وئيل دي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان به تجارت او سېلګرۍ لپاره په زړه پورې هېواد جوړولو لپاره د حكومت د اصلاحاتو د اطلاق عمل دوام داره ساتي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان منطقه كښې امن غواړي٬ د منطقې سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره امن ضروري دے۔ اولس مشر باور وركړو چې حكومت به سيمه ائيز امن او استحكام لپاره خپلې هڅې روانې ساتي

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں