اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د زيارت په ورځ خپلې د نيوزي لينډ هم څنګې جيسنډا آرډرن سره ټېليفوني تماس نيولې او كرائسټ چرچ كښې په دوو جوماتونو د ترهه ګرۍ د بريدونو ئې غندنه كړې ٬ ده په صورتحال په ښه ډول د قابو موندلو ستائنه هم وكړه۔ده د ځايې چارواكو په سمدستي توګه د غبرګون او د وزيراعظمې لخوا د مسلمانانو لپاره د احترام او جذبې ستائنه وكړه۔وزيراعظم عمران خان ووئيل وزيراعظمې جيسنډا آرډرن د زياتې شوې اسلامو فوبيا او شرخوښۍ په تناظر كښې د نورو نړيوالو لارښودو لپاره يو مثال رامخې ته كړی۔ دغسې هغې د پاكستان د اولس د جذبې همدردۍ او قيادت مننه وكړه ۔وزيراعظم عمران خان په 50 قيمتي ځانې زيانونو غمرازۍ څرګندولو سره ووئيل پاكستان پخپله هم د ترهه ګرۍ ښكار دے او 70 زره څخه زيات بې ګناه خلق ئې وژلې شوي ۔وزيراعظم ووئيل د غم په دې وخت كښې پاكستان د نيوزي لينډ حكومت او اولس سره ولاړ دے۔د نيوزي لينډ وزيراعظمې ووئيل نيوزي لينډ په دې پیښه ډېر خفه دے۔هغې وزيراعظم د بريد نه وروستو د شوو سمدستي پريكړو په اړه هم خبر كړو٬كومو كښې چې په پوځي طرز خودكاره وسله بندېز لګول شامل دي۔هغې په بريد كښې د پاكستانيانو قربانۍ په خاص توګه د نعيم راشد جرات او بهادرۍ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې ۔وزيراعظمې ووئيل نيوز لينډ د اسلامي ورورولۍ خذماتو ته د قدر په سترګه ګوري او هغوي ته د آزادۍ او تحفظ باور وركوي ۔وزيراعظم عمران خان د نيوزي لينډ هم څنګې ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه