وزيراعظم عمران خان د پاكستان ورځ په موقع پېغام

image

اسلام آباد 23 مارچ(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان پاكستان اسلامي فلاحي رياست جوړولو او په همدردۍ او احساس اډانه ټولنې جوړولو له د عزم پخلي كولو سره وئېلي دي د نن پاكستان يو نوې پاكستان دے چرته چې دې ټول وګړي د فرق نه غېر د پرمختګ او څوكالۍ لپاره د هېواد او قام پرمختګ كښې بشپړه كردار ترسره كړي٬د ګاونډيانو سره د ملګرتيا او امن ناكه اړيكو خوښي لرو٬زمونږ د امن خواهش دې زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي٬پاكستان د خپلې دفاع په خاطر د هر ډول قدم پورته كولو حق لري٬ 23 مارچ زمونږ د ملي تاريخ هغه لويه ورځ ده كله چې د نيمې وچې مسلمانانو د علامه محمد اقبال د تصور له مخې د خپل منزل تعين وكړو۔پھ دې ورځ قائداعظم محمد علي جناح په مشرۍ كښې د هند مسلمانانو د غلامۍ زنځيرونه غورځولو سره او هندو اكثريت د ظلم څخه آزادۍ لپاره د يو خپلواكه رياست جوړولو لپاره د هلو ځلو كلكه اراده وكړه دغسې پھ 14 اګست 1947 پاكستان د يو آزاد اسلامي رياست په توګه جوړ شو۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان د جوړېدو په صورت كښې هغه وګړو ته خپل حقونه او مذهبي آزادي ترلاسه شوه كومو ته چې په متحده هندوستان كښې د اكثريت سره د اقتصادي او سماجي پرمختګ موقعو څخه محروم ساتلې شوي وو۔ده ووئيل د 23 مارچ قرارداد يو داسې رياست جوړول ممكن كړي وو چې ورسره وګړو ته د فرق نه غېر برابر موقعې ترلاسه وي او كوم چې د هېواد او قام په پرمختګ كښې بشپړه كردار ترسره كړي۔وزيراعظم ووئيل د ګاونډيانو سره د ملګرتيا او امن ناكه اړيكو خوښي لرو او خواهش لرو چې په سوئېلي آسيا كښې مونږ ټول پھ ګډه غريبي ختمه كړو او د سيمې وګړي د پرمختګ او څوكالۍ پلو روان كړو خو ده په ډاګه كړه چې زمونږ د امن خواهش دې زموڼږ كمزورې ونه ګڼلې شي

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں