موجودہ حکومت پاکستان كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره اولس د خپلې اېجنډا محور ګرځولې

image
APP63-02 ISLAMABAD: April 02 - President Dr. Arif Alvi in a group photo with the delegation from Cornell University USA. APP

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي موجودہ حکومت پاکستان كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره اولس د خپلې اېجنډې محور ګرځولې كوم چې زمونږ د خارجه پاليسۍ محرك دے٬ د پراخه سماجي او اقتصادي اصلاحاتو مقصد د كوټلي پرمختګ وده ده كومې څخه چې به ځوانانو لپاره د روزګار ګڼ شمېر موقعې راپېدا شي۔ اولس مشر دا خبرې د امريكې د كارنل پوهنتون پلاوي سره په خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې دوي سره ملاقات كولو۔ اولس مشر دا خبره رامخې ته كړه چې زمونږ منطقه په تاريخي توګه په تجارتي لحاظ سره مهمه محل وقوع لري او سي پېك سره دا سيمه ايز تجارت لپاره ځانګرې صلاحيت لري كومه چې به اقتصادي پرمختګ لپاره مركزي محرك وي۔ اولس مشر ووئيل حكومت په اوپن ډور پاليسۍ عمل كوي او د سېلګرو او كاروباري شخصياتو لپاره ئې پاكستان كښې هركلي لپاره آسانه ويزه پاليسي معرفي كړې ده ۔ ده ووئيل حكومت به پاكستان يو كاروبار او د سېلګرۍ دوسته هېواد جوړولو لپاره په اصلاحاتو عملدرآمد دوامداره ساتي۔ اولس مشر ووئيل امريكا د پاكستان د لوے تجارتي او سرمايه كار شراكتدار په حېث په هېواد كښې غوره كاروباري موقعو څخه بشپړه استفاده كولې شي۔ ده امريكا كښې د پاكستانۍ ټولنې اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل هغوي د امريكائي ټولنې تعميري برخه ګرځېدلي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان د خوښۍ پخلي كولو سره د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د قربانيو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل ٬ پاكستان به افغاستان كښې امن لپاره د امريكې شراكت دار وي۔ ده په دې لړ كښې د امريكائي اولس مشر ټرمپ پاكستان سره په ګډه د كاركولو د خواهش هركلې هم وكړو۔ ده ووئيل پاكستان كشمير كښې د پلوامه بريد نه پس د هند په غېر ذمه واره رويه د ضبط او تحمل څرګندونه كړې٬ په دې لړ كښې ده په امريكې زور رواړو چې ھغه هند د پاكستان د امن رويې هم دغسې ځواب وركولو پل خپل كردار ولوبوي۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د پلاويو تګ راتګ سره به د كلتور ٬ اولس ٬ ټولنې او د ادارو په اړه شعور بېدارولو له مرسته تر لاسه شي۔

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں