د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز شاه ملاقات ٬ د ماشومې فرشته وژنې كېس كښې د پېشرفت په اړه ئې سپيكر خبر كړو

image

اسلام آباد ۔ 25 مئی (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز شاه د خالي په ورځ ملاقات وكړو او دې ئې د ماشومې فرشته وژنې كېس كښې د روان تفتيش پېشرفت په اړه خبر كړو۔ داخله وزير ووئيل چې د وژلې شوې ماشومې فرشتې كېس جوډيشل انكوائري پېل شوې ده۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې د ماشومې په وژنه كښې ككړ كسان دې زر تر زره ونيولې شي او د عبرت نښه دې جوړ كړې شي۔ د انصاف رسول او د ظلم ختمول به باوري كول وي۔ده ووئيل په دې لره كښې ولاړ خنډان به زغملې نه شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د فرشته پلار او كورنۍ سره ملاقات كړې وو۔ اسپیکر د فرشته كورنۍ ته د بشپړه انصاف باور وركړې وو۔ سپیکر ووئيل د جوډيشل انكوائرۍ تر بشپړ كېدو زه ځپلې كورنۍ سره رابطه كښې يمه۔

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں