د سوئېلي آسيا استحكام او خوشحالي د كشمير څخه جدا كېدې نشي۔د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان

image

نيويارك 24 ستمبر (اے پی پی)د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان وئېلي دي د سوئېلي آسيا استحكام او خوشحالي د كشمير څخه جدا كېدې نه شي۔وائس آف امريكا راپور له مخې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې اولس مشر رجب طيب اردوان ووئېل د ملګرو ملتونو قراردادونو باوجود د هند د سيوري لاندې كشمير كښې 80 لكه كسان محصور دي۔د منطقې محفوظ سباؤن له ضرورې ده چې د 72 كلونو پخوانۍ مسئله د جنګ په ځاې د خبرو اترو د لارې حل كړی شي۔د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان په خپل خطاب كښې د كشمير په شخړه هم خبره وكړه۔ده ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه د كشمير شخړه د خبرو اترو د لارې حل كول پكار ده ۔ خبرې د انصاف او برابرۍ په بنياد كول پكار دي۔ده د نړيوالې ورورولۍ كشمير شخړې ته په پام نه ګرځولو تنقيد كښې ووئيل دا مسئله د 72 كلونو څخه حل طلب ده۔ده خبردارې وركړو چې د څو هېوادونو لخوا اتومي صلاحيت په ځاې ساتلو څخه عدم مساوات پېدا شوې كومو چې په ګرده نړۍ كښې عدم توازن پېدا كړی۔د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د عمومي اسمبلۍ 74مې كلنې غونډه كښې د خپلې وېنا په مهال ووئيل د جنګونو ناوړه آغېز نن هم په نړۍ كښې د استحكام نشت والې٬بدامني او د غربت په شكل كښې تر نظره كېږي۔د جنګونو له امله د سوريې٬لېبيا٬افغانستان او يوكرين وګړي په كډه كولو مجبوره كېږي۔ده ووئيل په نورو هېوادنو كښې د جنګونو او مسئلو له امله تركيې د لاكهونو كډوالو بوج پورته كړی۔د فلسطين مسئلې ذكر كولو سره ده ووئيل د دوه رياستي حل په لوري تلل د وخت غوښتنه ده او اوس پھ دې حل د عمل كولو وخت دے۔ده اسلام ترهه ګرۍ سره د تړلو سخته غندنه كولو كښې ووئيل اسلام د امن نمائندګي كوي٬خپل غېر انساني اقدامات د اسلام په توګه وړاندې كوونكي د اسلام او د ټول انسانيت سپكاوي كوي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں